خدای په څنګه حالاتو کې څنګه باچا درکړی!
لیکنه: احمدشاه ساحل

یادونه: «په لیکنه کې راغلي نظرونه په لیکوال پورې اړه لري او مجله یې رد یا پخلی نه کوي!»
پر دې بې شانه باچا يو تور د واک سره د لېوالتيا و، هغه يې هم څرګند او واضح کړ چي ان د سولې لپاره واک پرېښودلو ته هم تیار دی او بله لا دا چي په غير مستقيمه توګه يې له امريکا څخه د ازاد او مستقيل سياست کولو ننداره هم وړاندي کړه.
خبرياله ورته وايي:
که د امريکا ولسمشر بايډن زنګ درته را ووهي او ووايي چي ښاغلی ولسمشره؛ موږ اوس د سولې تړون او د اوربند هوکړه کړې، زه درڅخه غواړم چي د سولې لپاره له ټاکلي وخت مخکي د اساسي قانون په چوکاټ کي له واکه لاس واخلئ، دغه کار د سولې او ثبات سره مرسته کوي.
ستاسو ځواب به څه وي؟“
باچا په ډېر قاطع او خپلواک دريځ ورته وايي ”زه د واک پرېښودلو ته يو معيار لرم، هغه د ټاکنو ترسره کول دي، د ټاکنو!“ يعني د بايډن غوښتنه بيخي ناديده نيسي. وايي د راتلونکي حکومت د مشروعيت سرچينه بايد واضح وي او هغه هم بايد د افغانستان د خلګو اراده وي.
بيا ورته وايي چي اياد دغه کار بايد ستاسي د پنځه کلني دورې په پای کي وسي؟
باچا يې په خورا بېړه ور لنډه کړي: نه! يعني که دا اوس هم ترسره کيږي او په مطلب يې واقعي سوله راځي، حاضر دی ورته. همدا پوښتنه بيا ځيني وکړي، خو په بېل ډول، داسي: ”که واضح يې کړو. ستاسي پنځه کلنه دوره تر سولې مهمه ده؟“ باچا سلامت هم په واضح الفاظو ځواب ورکړي، چي نا، قطعاً نه. زه د واک سره لېوالتيا نلرم. يعني سوله راته ډېره مهمه ده.
موږ ډېر پخوا ويلي، چي غني له امريکا او ان ټولو هغو هيوادونو څخه چي ګمان کيږي، زموږ چاري او سياست يې انحصار کړی،ازادي او استقلاليت اخلي. او دغه کار په خورا پام، تدبير او ژوري پوهي کوي. داسي چي نه سیخ سوځوي او نه کباب. له ټرمپ يې د افغان ځواکونو د تجهيز، پياوړتيا او پنجاب ضد روحيه روزني لپاره مالي مرسته هم غوښتل، خو د دوحې تړون يې هم نه ورسره مانه، د ټاکنو نه کول او موقت حکومت يې نه ورسره منل، دوهم ځلي د دوه سري حکومت جوړولو طرحه يې هم ور رد کړل. د ټرمپ ادارې نهايي زور وکړ، ان د لوړي د شپې تر ناوخته زلمي خليلزاد او مېلر پر راګرځېدلي وه، چي دوه سری حکومت ومني، خو مدبر غني سهار ازاده او مستقیله لوړه وکړه. دغسي يې ډير کوښښ وکړ چي د پنجاب دسیسه او د دوحې شرمناک تړون هم لاسليک ته پرېنږدي. ان تر دې چي د دغه تړون د ټيټ ښودلو لپاره يې ددې تړون د لاسليک په ورځ د نړۍ(ناټو) سره د هيواد د بقا او له پنجابي جاله د ژوغورني په موخه يو شمېر تړونونه تمديد کړل، خاص په همدغه ورځ، دا تصادف نه وو. بيا يې د طالب بنديانو د خلاصون په کشالو کي هم ټرمپ، پمپيو او خليلزاد ته د سرونو په کاسو کي اوبه ورکړې. سخت يې ستړي او حيران کړل. زما – د پمپيو هغه رشخنديزه خندا تراوسه هم ياده ده، چي خبریال ورته وويل ولسمشر غني ويلي د بنديانو خوشي کول د امريکا نه، بلکي زما صلاحيت دی. نو پر ټاکلې نېټه به خوشي سي؟ ده وخندل او وې ويل، د رسنيو مخته چي هر څوک راځي، د ځان لوړولو لپاره داسي خبري کوي، د مارچ تر لسمي انتظار وکړئ، چي ټول خوشي وي. د مارچ لسمه څه، ان ورپسې مياشت هم تېره سول، خو يو طالب چا تر سترګه نکړ. دغسي نور نور… ان اوس مسله تر دې راغلې چي امريکا، پنجاب او طالب يې بيرته د هغه تړون بيا ارزوني ته کښېنول. طالب مست مست کېدی، کاذب غرور اخيستی وو، د خبرو مېز يې پرېښود، ايران او مسکو ته يې منډه کړل. خو اوس بيرته مجبوره او مړې سترګي راغلی، د خلګو د مزاکراتي ټيم سره يې خبري پيل کړې. ولسمشر اوس هم واضح واضح وايي چي د جوبايډن په غوښتنه واک نه پريږدي. وايي که واقعي سوله راځي، واک ورته پرېږدم، خو داسي نه چي بهر يا د کوم هيواد په سفارت کي پنا واخلم او کښېنم. وايي نر غوندي به پر ميدان راسره ټاکنو ته دريږي، که يې وې وړه، واوا. کنې بيا راځم. غني دا هر څه د هيواد د سرلوړۍ، پر ځان بسيايني او ازاد سياست ګټلو لپاره کوي.