سعودي عربستان د (روان کال د اګست ۵-۶) د دوو ورځو لپاره د نړۍ د نېږدې ۴۰ هېوادونو د لوړپوړو استازو کوربه دی. له دغه کوربتوب نه موخه، د اوکراین د جګړې د پایته رسېدو لپاره د حل لارې موندل دي. ریاض پر اوکراین د روسیې له پوځي برید وروسته هڅه کړې ده تر څو د اړیکې په ټینګېدو کې له دواړو خواوو سره تعادل وساتي چې تر یوه ځای پورې بریالی هم و. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان، د روان کال د فبروري په ۲۶مه اوکراین ته سفر وکړ چې د دغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له لوري یې تود هرکلی وشو. د جګړې له پیل وروسته کی یف ته دا د ریاض د لوړ پوړي چارواکي لومړنی سفر و. په دغه سفر کې اوکراین ته د ریاض له لوري د ۴۰۰ میلیونه ډالرو د بشردوستانه مرستو ورکول او د نفتي محصول ۳۰۰ ډالرو ورکولو ژمنه وشوه. دغه راز عربستان د روان کال د مې په ۱۹مه د زلنسکي کوربه و؛ کوم کوربتوب چې په رسنیو کې ډېر خپور شو. لامل یې دا و چې زلنسکي په جده کې د عربو هېوادونو د مشرانو دوه دېرشمې کلنۍ ناستې ته وربلل شوی و. ریاض هغه پرېکړه لیک ته چې د تېر کال په فبروري کې د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي مجمع له لوري پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل محکومیت په اړه صادر شوی و، مثبته رایه ورکړه.
ریاض له مسکو سره هم ښه اړیکه لري. د عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان، د روان کال د مارچ په ۹مه مسکو ته سفر وکړ او له خپل سیال سرګي لاوروف سره یې لیده کاته وکړه. دغه راز د اوپک سازمان غړو د روان کال په اپرېل کې اعلان وکړ چې د مې د میاشتې له پیل نه د روان کال تر پای پورې د نفتو تولید کموي. دغه پرېکړه د جوبایډن د دولت له غبرګون سره مخ شوه؛ کوم غبرګون چې د ریاض او مسکو د اوپک پلاس د دوو مهمو غړو له لوري جدي ونه ګڼل شوه. د روان کال د جولای په ۱۰مه مسکو د فارس د خلیج د همکارۍ د شورا د غړو هېوادونو کوربه و. د دغې ناستې نه داسې ښکاره شوه چې د مسکو او عربي هېوادونو ترمنځ ژوره اړیکه شته: د درې ګونه جزایرو په اړه د فارس د خلیج همکاریو د شورا هېوادونو د موضع تایید (کوچنی تنب، لوی تنب او ابوموسا). دغه راز د ۲۰۲۲ د سپټمبر په ۲۱مه ریاض د مسکو له چارواکو سره د خبرو اترو له لارې وکړای شول ۱۰ بهرني ښاروندان چې د اوکراین په جګړه کې نیول شوي وو، خوشې کړي. دا له یوې خوا د منځګړیتوب په برخه کې د ریاض بریا ښيي او له بل لوري د مسکو د چارواکو تر نظره د دغه هېواد د خبرې ارزښت په ګوته کوي.
پورتني ټکي ښيي چې د عربستان هڅې د روسیې او اوکراین د رضایت ترلاسه کولو لپاره دي نه دا چې له یوه د بل په اړه ملاتړ وکړي.
ریاض د څه شي په لټه کې دی؟
دا تر ټولو مهمه پوښتنه ده چې د لوستونکي په ذهن کې د جدې د ناستې د جوړولو په اړه مطرح کېږي. په منځني ختیځ کې د نیابتي جګړې، د پرمختللو پوځي توکو پېرلو او د سیالانو د کمزوري کولو په نیت له ایتلاف جوړونې سره د عربستان نوم تړل شوی دی. دغه هېواد له ډېر پخوا نه تر څه موده وړاندې، د سوریې، یمن او د نورو ځایونو د جګړې پر اور نفت اچولي وو. له څه مودې راهیسې، محمد بن سلمان هڅه کوي تر څو د نړۍ په هینداره کې له عربستان نه نوی انځور نندارې ته وړاندې کړي. په دې برخه کې یو له ګټورو ابزارو نه، په منځني ختیځ کې د نیابتي جګړو پای ته رسولو لپاره هڅه او د ریاض له لوري له سیالو هېوادونو سره د اړیکې عادي کول دي. له همدې امله دغه هېواد له ایران او سوریې سره د اړیکې عادي کولو ته رضایت وښود او په یمن کې هم نیابتي جګړې خپل پخوانی شدت له لاسه ورکړی دی.
اوس، ریاض د اوکراین د جګړې د پای رسولو لپاره د نړیوالې ناستې د کوربتوب له لارې غواړي له خپل تندي ته د اور اچونې داغ لرې کړي او ځان د سولې غوښتونکي د دیپلوماتیک ځواک په توګه معرفي کړي. د عربستان د پیاوړتیا ټکی دادی چې خبره یې اغېز لري؛ ځکه ډېرې پیسې لري او دغه راز د اسلام د نړۍ د مرکز په توګه شمېرل کېږي او په یوه غږ سره کولای شي عرب هېوادونه په ځان راټول کړي. د ریاض لپاره نه په اوکراین کې د جګړې پای ته رسول مهم دي او نه د جدې د ناستې محصول. هغه څه چې دغه هېواد ته مهم دي، د دغې ناستې د جوړولو په بدل کې د نړۍوال باور ترلاسه کول دي. تر دا مهاله مهمو هېوادونو لکه چین، ترکیې، دانمارک او…. د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره غږ پورته کړی دی، خو غږ یې ډېر کم اورېدل شوی دی. خو، ریاض وکړای شول نېږدې ۴۰ هېوادونه خپلې خاورې ته راوبولي او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د حل لارې په لټه کې واوسي.
د جدې په ناسته کې د چین شتون مهم دی
هغه څه چې د جدې د ناستې په اړه مهم دي، د چین ګډون دی. په پیل کې داسې اوازې وې چې چین به د ریاض بلنې ته ځواب ونه وايي؛ ځکه چین د روسیې متحد دی او پر اوکراین د روسیي د پوځي برید د محکومیت په اړه پرېکړه ته یې ممتنع رایه ورکړې ده. بل څه چې د جدې په ناسته کې د چین ګډون مهم او پیاوړی ښيي دا دی چې دغه هېواد د کپنهاګ په ناسته کې چې په ظاهره د اوکراین د ناورین د پای ته رسېدو په موخه جوړه شوې وه، پکې ګډون نه و کړی. د کپنهاګ ناسته د روان کال د جون په ۲۴مه، جوړه شوه چې تر ډېره د اوکراین ملاتړو هېوادونو په هغه کې ګډون کړی وو. له چین نه د بلنې پر مهال، دغه هېواد په هغه کې له ګډون نه ډډه وکړه.
د جدې په ناسته کې، د اسیا په چارو کې د چین ځانګړي استازي لي هوی، ګډون کړی دی. دغه راز د بریکس غړو نورو هېوادونو (هند، برازیل، سوېلي افریقا) هم شتون لري. د عربستان غوښتنې ته د چین لبیک ویل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورې اړیکې ښکارندويي کوي. دا په داسې حال کې ده چې له روسیې نه بلنه نه ده شوې، خو ریاض ویلي دي چې د ناستې پایلې به له هغوی سره شریکوي. د روسیې د بهرنیو چارو ویاندې ماریا زاخارووا، د جدې ناسته یې «دوکه ورکونه» وبلله او ویې ویل چې روسیه د دې ناستې پر بهیر څارنه لري. سره له دې چې د جدې ناسته د روسیې په نشتون کې جوړه شوې ده، خو ویل کېږي روسیه ډېره اندېښنه نه لري؛ ځکه د هغه متحدین چې د بریکس سازمان غړیتوب لري، په دغه ناسته کې شتون لري او کېدای شي د مسکو ملاحظات جدي وبولي د هغې طرحې تصویب ته چې د روسیې په زیان وي، مثبته رایه ورنکړي. د بېلګې په توګه، روسي سناتور الکسي پوشکوف، مدعي شو چې د چین او برازیل په څېر هېوادونه چې د جدې په ناسته کې ګډون کوي، د امریکا په لوبه کې به مشارکت ونکړي.
د اوکراین د سولې ۱۰ ماده یي طرحه به تصویب شي؟
اوکراین او روسیه د جګړې د دواړو خواوو په توګه د سولې په اړه جلا طرحې لري. هغه هېوادونه چې د منځګړیتوب په توګه صحنې ته دننه شوي هم د سولې په اړه جلا طرحه لري چې د هغه عملیاتي کول د جګړې د دواړو خواو د رضایت لاسته راوړلو پورې اړه لري. د بېلګې په توګه، چین د اوکراین د جګړې د یوکلنې کالیزې له امله، د اوکراین د جګړې پای رسولو لپاره د سولې ۱۲ ماده ییزه طرحه خپره کړه چې لا یې عملیاتي بڼه نه ده پیدا کړې. اوکراین هم د سولې په اړه ځانګړې طرحه په لاس کې لري چې د «سولې په ۱۰ ماده ییزې طرحې» یادېږي. د اوکراین هڅه دا ده چې د جګړې پای ته رسول باید د دغې طرحې په رڼا کې ترسره شي؛ هغه څه چې د روسیې او د هغه د متحدینو لپاره یې د منلو وړ نه دي. په هغه ناسته کې چې د اوکراین د جګړې د یوکلنې کالیزې په مناسبت د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د ملګرو ملتونو د سازمان په امنیت شورا کې جوړه شوې وه، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولبا، ددغه هېواد د سولې د ۱۰ ماده ییزې طرحې د تصویب غوښتنه کړې وه.
د جدې په ناسته کې د زلنسکي د دفتر رییس اندري یرماک په ریاست د اوکراین د ورغلي پلاوي ډېر ټینګار، د سولې په ۱۰ ماده ییزې طرحې دی چې د یوې جامع طرحې او حل لارې په توګه د جګړې د پای ته رسولو لپاره ومنل شي. البته چې د اوکراین ملاتړي هېوادونه د دې طرحې له تصویب نه ملاتړ کوي. د دې طرحې ۵ بند تر ټولو جنجال راپارونکی دی چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د مخامخ خبرو اترو پر مخ لاره تړي. په دې بند کې راغلي دي چې روسیه باید په پیل کې اشغال شوې سیمې ازادې کړي او دغه راز خپل ټول ځواکونه له دغو سیمو نه بهر کړي. په دې مانا چې زلنسکي دغه موضوع د مذاکرې وړ نه بولي او هغه یې د مذاکرې د وړاندې شوي شرط په توګه په نظر کې نیولی دی. خو روسیه د اوکراین له لوري د جګړې د ډګر د واقعیتونو د منلو پر اړتیا ټینګار لري. یعنې اشغال شوې زمکې باید د روسیې تر واک لاندې پاتې شي او ددغو زمکو برخلیک باید د مذاکرې د میز پر سر ځانګړې نه شي.
د اوکراین د سولې د طرحې تایید چې تر ډېره د روسیې په زیان ده، ستونزمنه ده چې په دې ناسته کې تصویب شي؛ ځکه د بریکس غړي هېوادونه په اسانۍ نه شي کولای د روسیې غوښتنې بابېزه وګڼي. حتی د جوبایډن دولت د ناستې پایلې ته خوښ نه برېښي. د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي، وویل چې ناشونې ده چې د جدې ناسته د پام وړ پایله ولري، خو ګډون کوونکي هېوادونه باید د زلنسکي د سولې له طرحې سره لا ډېره بلدتیا پیدا کړي. د کربي له څرګندونو ښکاري چې د اوکراین د سولې طرحه کېدای شي تصویب نشي. که چېرې دغه طرحه تصویب شي، له شک پرته روسیه به لا هم له ستونزو سره مخ شي او د ناستې پایله به د اوکراین په ګټه وي.