بشري حقوق او طالبان

ليكنه:اتل سالار هاشمي

ښايي په نړۍ کې طالبان یوازینی دولت وي چې د خپل دیني لیدلوري له کبله د بشري حقوقو نړۍ والې اعلاميې ته درناوی نه لري، دوی فکر کوي چې دغه اعلامیه له اسلامي هدایاتو او تعلیماتو سره سمون نه لري.

دا چې طالبان له خپل لید سره سم دین تعبیروي، له خپلو اقتصادي، علمي، فرهنګي، سیاسي، ټولنیزو او… شرایطو سره سم دوی کوم تعبیر ته مخه کړه، هماغه ورته د اسلام اصلي بڼه ښکاري او له دې مغایر بیا پر بل شي د فکر کولو لپاره تیار نه دي. یادو شرایطو ته په کتو دوی همداسې فهمولې ده چې د بشري حقوقو نړۍ واله اعلامیه له اسلامي تعلیماناتو او ارشاداتو سره سر نه خوري.

له دې امله طالبان ورته خپل ځان پای بند هم نه بولي. په هغه اعلامیه کې ذکر شوي ګڼ حقوق طالبانو په خپل هیواد کې له بشر څخه اخیستي دي، دوی جنسیتي، قومي، ژبني او مذهبي تبعیض کوي، بشر ته د کار اجاز نه ور کوي، د تعلیم له حق څخه يې محروم کړي دي، د بیان ازادي نه شته، د مذهب ازادي نه شته، له چارواکو څخه د وضاحت غوښتلو حق نه شته، د هیواد په چارو کې د خپلې رايې ور کولو، د حکومت پر تشکیلاتو د نظر ور کولو، خپل استازي ټاکلو، ولسمشر تعینولو او ګڼو حقونو څخه يې بشر محروم کړی دی.

تر ټولو اولنی حق د انسان لپاره د هغه ژوند دی، زموږ په هیواد کې اوس بشر دغه حق هم نه لري. طالبانو بیا واکمنېدو تر اوسه په زرګونو کسان وژلي، لکونه نور د هغوی د شکنجې او مرګ له تهدید څخه خارج ته تښتېدلي دي، ډېری يې په هیواد کې پټ دي، یو شمېر يې د طالبانو په زندانو کې د تورو تمبو شاته شپې او ورځې سبا کوي.

یوه ډله/حزب که فکر کوي چې د بشر د حقوقو له اعلاميې څخه مخالفت د هغوی لپاره دیني او مقدسه جنبه لري، نو بیا يې څوک د دغې اعلاميې له نقض څخه نه شي را ګرځولای.

طالبانو د همدغه مقدس فکر له مخې ځان ته حق ور کړی دی چې میلینونه نجونې له خپل اساسي حق (تعلیم) څخه بې برخې کړي.

د همدې فکر نتیجه ده چې طالبانو زرګونو ښځې له کار او تعلیم څخه پر کور کښېنولې.

د همدغه فکر په استناد يې د تېر دولت زرګونه نظامي او ملکي کارمندان له دولت څخه منفک کړو، د دې کار لپاره يې له هيڅ ډول قانوني پروسیجر څخه کار نه دی اخیستی، په وچ زور يې له زرګونو کسانو څخه د هغوی اقتصادي او د کار حق سلب کړ.

دوی ټول ملت یرغمل کړی دی، د حکومت په ټاکلو، مشر په انتخاب، واکونو وېشلو، ملي مسایلو کې له ملت سره هيڅ ډول مشوره نه کېږي، هيچا ته د نظر څرګندولو حق نه ور کول کېږي، هيڅوک نه دي پوښتل شوي چې ایا ستاسو دغه امیر خوښ دی؟ ایا تاسو سیاسي فعالیت کوئ؟ بلکې له ټول ملت څخه د هغوی مدني او سیاسي حقوق اخیستل شوي دي.

د طالبانو لویه برخه کسان، حتا خپله امیر او وزیران يې ښايي د نړۍ له هغو کمشمېر کسانو څخه وي چې تر اوسه به يې د بشري حقوقو نړۍ واله اعلامیه نه وي لوستې، د دوی تر منځ اوس هم داسې کسان حتما شته چې د دغې اعلاميې په ارزښت نه پوهېږي، که د ارزښت په اړه يې ورته لیکچر ور کړل شي، ښايي د غوږ نیولو پر ځای ور څخه مخ واړوي او دغه کار د وخت ضیاع وبولي.

په داسې حال کې چې د قران کریم په متن کې لویه برخه هغه حقوق د یوه انسان لپاره بیان شوي دي چې نن يې طالبان ور څخه ګرځوي. د تعلیم حق، د دین د انتخاب حق، د بیان ازادي، د کار ازادي، د هیواد او ملت په سرنوشت سازه مسایلو کې نظر ور کول، له چارواکو حق غوښتل، د حق سپارښتنه کوله او… نور هغه څه دي چې د قران کریم په ښکاره ایاتونو کې د انسانیت لپاره بیان شوي دي، اما طالبان چې د یوه سوچه اسلامي نظام د قایمولو دعوه کوي، خپل مسلمانان يې د همدغه قران کریم په نوم له دې حقوقو څخه بې برخې کړي دي.

په دې برخه کې د حیرانتیا وړ دا ده چې کوم هیوادونه د بشري حقوقو د ساتنې ډېر نارې وهي، هغه هیوادونه چې د دې علمبردار دي، د طالبانو پر دې نقض حقوق بشر باندې ځانګړی عکس العمل نه ښيي، له طالبانو سره په لویه کچه توافقات کوي، د حکومت په ور سپارلو کې يې مهم رول ادا کړ، د بقا لپاره يې د نغدو ډالرو کڅوړې ورته را لېږي چې په دې سره پښې مضبوطې کړي او له بشري حقوقو څخه نورې سرغړونې هم وکړي.

د طالبانو دغو کارونو ته باید انعکاس ور کول شي، ټولې سرغړونې يې ښه مسندې شي، په اړه يې له شواهدو او ثبتونو سره د ملګرو ملتونو ادارې ته معلومات ور کړای شي، د نړۍ مخته د هیواد وضعیت وړاندې شي، دلته د بشر مرګونی حالت نړۍ ته انځور کړای شي، چې که چا کې له بشر سره د خواخوږی احساس ژوندی و، هغوی به يې په اړه اقدام وکړي او زموږ د هیواد د مړ ژواندي بشر احوال به واخلي، د خلاصون لپاره به يې د نورو لاسونه هم ونیسي او په ګډه به يوځای ګام واخلي.

ورته لیکنې

Back to top button