۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي افغانستان ته د خپل سفر د لومړنيو پایلو اعلان کړی دی. نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې افغانستان د بشري حقونو له ننګونو سره مخ دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بنت پنجشنبه د غبرګولي پر ۵ یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې افغانستان د بشري حقونو له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی، چې پر خلکو مخامخ اغېز کوي او طالب چارواکي پکې پاتې راغلي دي.
بنت زیاته کړې، که څه هم د هېواد په ټولو برخو کې نښتې نشته یا کمې شوې؛ خو د خپل ۱۱ ورځني سفر پر مهال د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د جګړو شاهد و او دغه راز د وېرې خپرولو، ډار، ځورونې، نښتو او نیونو په تړاو یې راپورونه اورېدلي دي.
نوموړي په پنجشېر او ځينو نورو ولایتونو کې په خپل سر د نیونو، ناقانونه وژنو، ربړونې او په زوره کډه کولو په تړاو د راپورونو له خپرېدو اندېښنه ښوولې.
بنت زیاته کړې، د طالبانو له لوري د مطلق کنټرول پر بشري حقونو اغېز کړی او داسې ټولنه جوړوي، چې په ډار اداره کېږي.
نوموړي پر ټولبښنې د ټينګار تر څنګ د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د وژنو او غچ اخیستنو له راپورونو هم اندېښنه ښوولې ده.
نوموړي انساني او اقتصادي ناورین ته په اشارې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغاستان سره خپل بشردوستانه ملاتړ ته دوام ورکړي.
بنت یادونه کړې، پر خلکو په ځانګړې توګه پر مېرمنو بندیزونه د اندېښنې وړ دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، د نجونو د زده کړو ځنډول، د ښځو د کار پر وړاندې سخت خنډونه، د تګ راتګ د ازادۍ نشتوالی، سختدریځي، اجباري حجاب او په کور کې پر پاتې کېدو ټینګار په ټولنه کې د ښځو پټولو هڅې دي.
نوموړي یادونه کړې، چې د طالبانو دا کړنې له بشري حقونو سره د افغانستان له ژمنتیا سره په ټکر کې دي.
هغه وویل: «زه له طالبانو غواړم، هغه بندیزونه چې پر مېرمنو ناوړه اغېز کوي لرې او په زدهکړو، کار او نورو برخو کې د مېرمنو او نجونو ګډون دې خپل لومړیتوب وګرځوي.»
بنت په کابل، کندوز او بلخ کې پر جوماتونو او ښوونځيو د داعش له لوري د بریدونو د څېړنو غوښتنه هم وکړه.
هغه ویلي، دا ډول بریدونه چې په ځانګړې توګه شیعه ګان او صوفیان په نښه کوي، په سیسټماتیک ډول د تنظیمي پالیسۍ عناصر دي، چې له همدې امله د بشریت پر وړاندې د جرمونو نښې پکې ښکاري.
بنت زیاته کړې، چې د مدني ټولنې او رسنیو ازاده فضا د یوې سوله ییزې ټولنې لپاره اړینه ده او په دې کې د ټولو حقونو ته درناوی کېږي، چې اوسمهال دا له جدي ګواښ سره مخ ده.
د یادونې وړ ده، چې بنت افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له ګڼو طالب چارواکو سره هم لیدلي دي.