د بشري حقونو کمېسیون: له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د دوی ژوند له خطر سره مخ کوي

۸صبح، کابل: د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون له پاکستانه، د هغو سلګونو افغان کډوالو په جبری شړلو اندېښنه څرګنده کړه، چې د طالبانو د وېرې له امله یې دغه هېواد ته پناه وړې وه! وایي چې هغوي په افغانستان کې د جګړې، سیاسي بحران او ټولنیزو ستونزو اصلی قربانیان دي.
دغه کمېسيون نن یکشنبه (د غبرګولي په ٢١مه)، په يوه اعلامیه کې ويلي، چې پاکستاني پوليسو په دې وروستيو کې په دغه هېواد کې افغان پناغوښتونکي او کډوال نيولي او شړلي دي.
د دغه سازمان په اعلاميه کې راغلي: «د دغو زوريدلو پناه غوښتونکو اخراج يو ناورين دی. او د بشري حقونو د يو زيات شمېر فعالانو، لاريون کوونکو ښځو، څارنوالانو، مدافع وکيلانو، د پخواني حکومت د سرتېرو او کارکوونکو، د رسنيو د فعالانو، هنرمندانو او د بشري حقونو د فعالانو، سیاسي مخالفانو ژوند له لوی خطر سره مخامخ کوي.»
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي.
دغه کمیسیون همداراز د کډوالو د ځورونې د مخنیوي او د هغوی د جبري شړلو په اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ او د پاکستان د حکومت ترمنځ د بیړنیو او جدي خبرو غوښتنه کړې ده.
دې ادارې څرګنده کړې: «موږ په افغانستان کې د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي، د پاکستان د بشري حقونو له کمېسیون او نورو اغېزمنو سیمه ییزو او نړیوالو بنسټونو او جوړښتونو څخه غواړو چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د بشري حقونو وضعیت وڅېړي.»
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په پاکستان کې د افغان کډوالو د بندې کولو لړۍ، د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې، ځکه چې په تیرو څو ورځو کې د دغه هیواد حکومت په پراخه پیمانه د هغو پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی.
د وروستیو شمېرو له مخې، پاکستاني پولیسو په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه ۲۵۰ افغان کډوال په اسلام اباد کې نیولي او بندیان کړي دي.