د بشري حقونو کمېسیون: د افغان ښځو سیاسي ملاتړ اړین دی

۸صبح، کابل: د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د مونیخ په امنیتی غونډه کې د ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو د بيانيې په غبرګون کې ویلي، چې د تاریخ په دې حساس وخت کې د ښځو د اساسی ازاديو او اساسی حقونو د بیا ژوندي کولو لپاره د افغان ښځو سیاسی ملاتړ اړین دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دوشنبه د کب پر لومړۍ نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د بهرنیو چارو د ښځینه وزیرانو څرګندونې ډېر سیاسي ارزښت لري او په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض او آپارتاید د له منځه وړلو لپاره د دوی د حکومتونو اراده ښيي.
دغه کمېسیون پر نورو حکومتونو هم غږ کړی، چې له افغان ښځو سره لا زیات ملاتړ او همکاري وکړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له مدني بنسټونو، رسنیو او د بشري حقونو له فعالانو هم غوښتي، چې د دې ارزښتناک بیان په ملاتړ او د افغانستان له ښځو سره د غږ په یووالي کې متحد شي.
د يادونې وړ ده، چې د مونيخ په امنيتي غونډه کې د لسو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو، چې ټولې يې ښځې دي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو له خوا لګول شوي محدوديتونه وغندل او غوښتنه يې وکړه، چې ښځې بايد ټولنې ته راستنې شي، په ځانګړې توګه په کورنيو او نړيوالو موسسو کې کار وکړي.