واک ته د طالبانو په رسېدو سره ښځې له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوي دي. دغې ډلې د افغانستان له نیولو وروسته ښځې له ټولنې لیرې کړې او د پراخو محدودیتونو او مخنیوي سره یې پر هغوی سخت قوانین ولګول. د بشري حقونو د څار سازمان د معیارونو له مخې دغه بندیزونه د بشري حقونو له ارزښتونو او د افغاني ټولنې له اوسنیو واقعیتونو سره په بشپړ ډول په تضاد کې دي. د جمهوري نظام له سقوط وروسته ښځې د ټولنیز ژوند، زده کړو او کار له ټولو ډګرونو په بشپړه توګه ایستل شوې او د هغوی لاریونونه سخت ځپل شوي دي. د بشري حقونو د څار سازمان په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم پر مهال د روان وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې د ښځو له بنسټیزو حقونو بې برخې کېدل او د هغوی د لاریونونو سخت ځپلو ته اشاره شوې او ویل شوي چې د طالبانو دغه چلند په افغانستان کې بشري ناورین لاپسې زیات کړی د دغې ډلې له بشري حقونو سرغړونی هېواد له نړیوالی انزوا سره مخ کړی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان خپل کلنی راپور (۲۰۲۳) د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۳ خپور کړ. په دي راپور کې راغلي، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په پراخه کچه داسې پالیسي او قوانین وضع کړي، چې ښځې یې له اساسي حقونو بې برخې کړي او د هغوی لاریونونه یې ځپلي دي. د بشري حقونو د څار سازمان د دغه راپور له مخې، طالبانو د ناسمو سیاستونو په پلي کولو سره په افغانستان کې اقتصادي او بشري کړکېچ لاپسې زیات کړی او بشري حقونو په هکله د دوی ښکاره بې غوري په نړۍ کې د دغې ډلې د لا منزوي کېدو لامل شوې ده.
د بشري حقونو د څار بنسټ څېړونکې فرشته عباسي په دې راپور کې ویلي: «طالبان په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحران د حل پر ځای د ښځو له ځورولو او د خبریالانو له بندي کولو سره لېوالتیا لري.» هغې ټینګار وکړ: «طالبان باید د نړیوالو قوانینو له مخې خپل مکلفیتونه پوره کړي او ښځو او نجونو ته په آزاده توګه د زده کړې، کار او تګ راتګ اجازه ورکړي.»
د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې د خبریالانو توقیف، د پخوانیو امنیتي ځواکونو ورکېدل، د طالبانو د مخالفینوو وهل ټکول، د ښځو د لاریونونو ځپل او د دغې ډلې له خوا د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لګولو ته اشاره کړې ده او دا یې له نړیوالې ټولنې سره د دغې ډلې له تعهداتو څخه ښکاره سرغړونه او له بشري حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونه وبلله.
د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونه
د بشري حقونو د څار سازمان په دغه راپور کې ویلي، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته داسې پالیسي او مقررات پلي کړي، چې ښځې او نجونې یې د بیان آزادی، سفر، کار او زده کړی په ګډون له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړي دي. د بشري حقونو د څار د راپور له مخې، د طالبانو د مشرتابه هیئت چې له نارینه وو څخه جوړ دی، ښځو ته په هیڅ صورت د کار اجازه نه ورکوي او د سختو قوانینو په پلي کولو سره یې ښځې اړې کړې چې خپل مخونه په عامه او ویډیويي رسنیو کې پټ کړي. چې د سرغړونې په صورت کې به د ښځې د کورنۍ نارینه غړي مجازات شي. د بشري حقونو د څار سازمان هم د طالبانو له خوا د ښځو د لاریونون د ځپلو او د لاریونوالو او د هغوی د کورنیو د غړو په نیولو اندېښنه ښودلې ده. په راپور کې راغلي چې طالبانو یو شمېر لاریون کوونکي شکنجه کړي دي.
له پخوانیو پوځیانو سره نامناسب چلند او د طالبانو جنګي جنایتونه
د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخې، طالبانو پخواني امنیتي ځواکونه او هغه کسان چې ګومان کېږي د داعش جنګیالي او ملاتړي دي اعدام کړي او یو شمېر تورن کسان لادرکه شوي دي. راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې د ننګرهار ولایت اوسېدونکو داسې جسدونه وموندل چې ګومان کېږي د داعش ډلې بندیان دي او په پټه د طالبانو له خوا وژل شوي دي. طالب جنګیالیو د سیمې اوسیدونکي د خپلو مخالفو وسله والو د ملاتړ په تور بندیان کړي او په ځینو مواردو کې یې دغه بندیان اعدام کړي دي.
دغه بنسټ ټینګار کوي چې طالبانو د پخوانیو حکومتي چارواکو او پخوانیو امنیتي ځواکونو څخه د غچ اخیستنې او جبري وژنو مرتکب شوي دي. دوی هغه کسان هم صحرایې اعدام کړي دي چې ادعا کوي د داعش غړي دي. د دغه راپور له مخې، طالب جنګیالیو د تېر کال په اوږدو کې په څو پېښو کې د داعش غړو ته د پناه ورکولو او یا د هغوی د ملاتړ په تور د خلکو پر ضد پوځي عملیات او شپني بریدونه ترسره کړي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په دې راپور کې زیاته کړې:«د ډېرو عملیاتو په ترڅ کې [طالب جنګیالیو] پر ملکي وګړو بریدونه کړي او خلک یې له قانوني پروسې پرته بندیان کړي دي. بندیان په زوره بي درکه شوي او یا وژل شوي دي. په ځینو مواردو کې د خلکو سرونه پرې شوي دي، په ځینو ولایتونو کې طالبانو جسدونه په عامه ځایونو کې اچولي او یا یې جسدونه په واټونو او چوکونو کې د اخطار په توګه ځړولي دي.»
د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې په ننګرهار کې د ځايي اوسېدونکو له خوا د یوه ډله ییز قبر موندلو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې لږ تر لږه په ۴۵ جسدونو کې د شکنجې یا وحشیانه وژنې نښې موندل شوي دي. دغه بنسټ زیاته کړی چې طالبانو په پنجشیر کې خلک شکنجه کړي او ادعا کوي چې دغه کسان د ملي مقاومت جبهې ملاتړي دي.
اقتصادي او بشري ناورینه
د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې بشري ناورین لاپسې خراب شوی او د طالبانو واکمني د دغه هېواد د پرله پسې اقتصادي سقوط لامل شوې ده. د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، تېر کال د هېواد له ۹۰ سلنې ډېر نفوس د خوړو خوندیتوب نه درلود او لسګونه میلیونه هېوادوال اړ شول، چې له ورځني خوراکه ځیني وختونه ډډه وکړي او یا هم له خوړو پرته پوره ورځې تېري کړي په ماشومانو کې د لوږې او اوږدمهاله روغتیایې ستونزو له امله پرله پسې خوارځواکي د مړینو د زیاتوالي لامل شوی ده.
د دغه بنسټ په راپور کې راغلي چې د طالبانو د ولکی لاندې د افغانستان پر مرکزي بانک د امریکا بندیزونو دغه بانک د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو مخه نیولې او اقتصاد یې له سقوط سره مخ کړی دی. د دغه راپور له مخې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د مرکزي بانک بې کفایتي د نغددو پیسو د لوی او دوامداره بحران او د امریکايي ډالرو او افغانیو د پیسو د کمښت لامل شوی، چې مالي، حقوقي او کاروباریانو سوداګرۍ د افغانستان د بشردوستانه سازمانونو او عامو خلکو فعالیتونه یې سخت محدود کړي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، ښځې او نجونې په غیر متناسب ډول د کړکېچ له امله اغېزمنې شوي، خو خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او مالي سرچینو ته د لاسرسي په برخه کې له زیاتو خنډونو سره مخامخ دي. دغه سازمان ټینګار کوي: «د طالبانو تګلارې چې ښځې د ډیرو هغه کارونو منعه کړي چې معاشونه پرې اخیستل، وضعیت یې خراب کړی، په ځانګړې توګه د هغو کورنیو لپاره چې ښځې یوازینۍ او اصلي عاید رواړونکي دي. آن په هغه برخو کې چې طالبانو ښځو ته د کار کولو اجازه هم ورکړې ده، د سختو مقرراتو له امله چې د کورنۍ د نارینه غړو سره باید کار ته ولاړې شي تقریبا دا کار هم ناشوني کړی دی.» د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي: «د خوړو نړیوال سازمان سروې ښیي چې د ۲۰۲۲ کال په ډیرو میاشتو کې نږدې ۱۰۰ سلنه کورنۍ چې ښځې یې مشري کوي کافي خواړه نه درلودل، او نږدې ټولو د خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره خورا سخت ګامونه پورته کړي چې په کې د کورنیو د مهمو توکو پلورل هم شامل دي، دوی ماشومان کار ته استوي یا ځوانې نجونې میړونو ته ورکوي چې مهر ترلاسه کړي.»
د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې بریدونه
د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې داعش په ۲۰۲۲ کال کې د هزاره ګانو پر ضد د ګڼو چاودنو او وسله والو بریدونو مسوولیت منلی، چې لږترلږه ۷۰۰ کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي. د دغه سازمان په راپور کې راغلي: «داعش د اپریل په ۱۹مه د کابل په لوېدیځ کې د دشت برچي په په سیمه کې چې ډېری اوسیدونکي یې هزاره او شیعه مذهبه دي په یوه لېسه د یوه ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیست، چې په ترڅ کې یې ۲۰ تنه زده کوونکي، ښوونکي او کارکوونکي ټپیان او ووژل شول. دوه ورځې وروسته داعش په مزارشریف کې د سه دکان پر جومات برید وکړ، چې ۳۱ کسان یې ووژل او ۸۷ نور یې ټپیان کړل. د سپټمبر په ۳۰مه د کابل په لوېدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز برید کې ۵۳ زده کوونکي ووژل او ۱۰۰ نور یې ټپیان کړل، چې ډېری یې نجونې وې.»
د بشري حقونو د څار سازمان راپور زیاتوي: ” زیانمنو خلکو ته د امنیت په تامینولو او ژوندي پاتې شویو او اغیزمنو کورنیو ته د طبي او نورو مرستو په برابرولو کې د طالبانو پاتې راتلل د بریدونو له امله رامنځ ته شوی زیان نور هم زیات کړی دی. د سمدستي ویجاړۍ څخه ورهاخوا، دا د اوږدې مودې د سختو ټپونو پایله ده، چې ژوندي پاتې شوي او د قربانیانو کورنۍ د دوی د ډوډۍ راوړونکو څخه بې برخې کړي، آن ډیری وختونه د درملنې دروند بار هم په دوی پریوزي، او ورځني ژوند ته یې د دوی لاسرسی محدود کړی.»
د خبريالانو نيول او د بيان ازادۍ تر پښو لاندې کول
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې هغه خبریالان او نور کسان نیولي او شکنجه کړي چې په ټولنیزو رسنیو کې یې پر دغې ډلې نیوکې کولې.
د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۳ کال په راپور کې ویلي: «طالبانو په کابل او ولایتونو کې د افغان رسنیو پر وړاندې پراخه سانسور او تاوتریخوالی وضع کړی دی. په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپدایخوا په سلهاو رسنۍ تړل شوي او اټکل کیږي ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا یې دغه مسلک پریښی دی.»
د دغه سازمان د راپور له مخې، “د طالبانو استخباراتو د رسنیو په وړاندې ګواښونه، او له تاوتریخوالي څخه کار اخیستی او د خبریالانو د هدفي وژنو مسوول دی. د [طالبانو] چارواکو افغاني رسنۍ د امریکا غږ او بي بي سي په شمول په پښتو، دري او ازبکي ژبو د نړیوالو خبري خپرونو له خپرولو منع کړي دي. هغه خبریالان چې د ښځو د حقونو د لاریونونو پوښښ یې کاوه له ځانګړو بریدونو سره مخامخ شوي دي. طالبانو د دوو رسنیو [۸صبح ورځپاڼي او زوی میډیا] ویب پاڼې هم تړلي دي.»
د بشري حقونو د څار راپور زیاتوي: «طالبانو په افغانستان کې د رسنیو د خاموشه کولو لپاره له مختلفو لارو کار اخیستی دی، له محدودیتونو څخه نیولې بیا د رسنیو له کارکوونکو سره د لیدو لپاره د استخباراتي چارواکو لېږل او د رسنیو کارکوونکي په جرمونو اعتراف کولو ته اړ ایستلي. د طالبانو د رسنیو محدودیتونه په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو ته ډېر زیان اړولی، چې معمولا د جنسیتي تبعیض او امنیتي خطرونو سره سره په رسنیو کې د خپل مسلک به برخه کې د خپلو نارینه همکارانو په پرتله سخت کار کوي.»
معلوماتو ته د لاسرسي محدودیت
د بشري حقونو د څار راپور کې په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر محدودیتونو خبرې کړې او ټینګار یې کړی چې په یوشمېر ولایتونو کې طالبانو خبریالانو ته امر کړی چې د ځیني مسایلو په اړه راپور ورنکړي. د دغه سازمان د راپور له مخې، یو شمېر خبریالان د طالبانو ضد لاریونونو، د خپل سرو نیونو، د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو او نورو مسایلو په اړه د راپور ورکولو په تور نیول کېږي چې طالب چارواكي دا كار ډېره سخته نیوکه بولي» همدا ډول دوی وهل او ټکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار اداره په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخې سرغړونې او د ښځو له اساسي حقونو څخه د محرومیت په اړه خپله اندیښنه څرګندوي، د طالبانو ډلې په پرله پسې ډول د ښاریانو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي. اوس مهال ښځې د ټولیز ژوند له ټولو برخو څخه ایستل شوي او د سیستماتیکې شکنجې، تاوتریخوالي او ظلم سره مخ دي. د بې وزلۍ خپریدل او د دې ډلې لخوا لګول شوي بندیزونه د دې لامل شوي چې په هیواد کې نجونې او میرمنې د خپلو هېلو د مړینې خبرې وکړي او اجباري او کم عمر ودونو ته غاړه کیږدي. ۸صبح ورځپاڼې په خپلو ګڼو راپورونو کې موندلې، چې د ښځو پر زده کړو او کار د بشپړ بندیز له حکم وروسته سلګونه نجونې په زور او کم عمره ودونو ته اړې شوې دی.
د بشري حقونو د څار سازمان چې په دې وروستیو کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړی، ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د خپل ۷۱۲ مخیز راپور په ۳۲مه ګڼه کې په نږدې ۱۰۰ هېوادونو کې د بشري حقونو کړنې څېړلې دي.