د روان کال د اکتوبر په ۷مه چې په غزه کې جګړه پيل شوې ده، تر دا مهال شاوخوا ۱۳ زره کسان وژل شوي چې په دې کې یې زیاتره يې ماشومان او ښځې دي. له دې جګړې څخه د ځان خوندي کولو په پار لکونه خلک یوې او بلې خوا ته تښتي.
له دې سره چې خلکو په جوماتونو، روغتونونو او پنډغالو کې پنا اخیستې ده، خو بیا هم د اسرائیل هوايي ځواکونو په دې پلمه چې دلته د حماس غړي دي یا هم د هغوی د تلو راتلو و وسایلو د وړلو تونلونه دي، بمبار کړی دی او په سلګونو کسان يې وژلي دي.
عیني د جنګ پر مهال مصر د غزه اوسېدونکو پر مخ خپلې دروازې بندې کړې، هغه کسان چې بهرني پاسپورټونه لري او غواړي نورو هېوادونو ته لاړ شي، هم د مصر پر پلونه ورځې و شپې انتظار کوي څو مصریان هغوی ته د وتلو اجازه ور کړي. د غزې شاوخوا له دوه میلیونو زیاتو اوسېدونکو ته په اسلامي نړۍ کې هیچا هم د خپل هېواد دروازې خلاصې نه کړې چې له دې جنګونو او ورانیو څخه هلته پنا یوسي او خپل سرونه د اسرائیل له وحشت څخه په امن کړي.
له دې نن څخه نږدې یو نیم کال مخکې یعنې د ۲۰۲۲ د فبروري پر ۲۴ روسانو پر اوکراین برید پيل کړ، نو میلینونه کسان يې د سر خوندي کولو په پار له هېواد څخه وتلو ته مجبور شول چې خپل ځانونه خوندي کړي.
اروپايي هېوادونو د اوکراین میلینونو کډوالو ته غېږ خلاصه کړه، په میلینونو کسان يې نژدې اروپايي هېوادونو کې خوندي کړل، هغوی ته يې د هوسا ژوند هر ډول وسایل چمتو کړل او د اوکراین د بیا تعمیر لپاره يې د روسيې په میلیارډونو نغد ډالر چې اروپايي بانکونو کې ساتل کېدل، ګنګل کړل او اعلان يې وکړ چې د جګړې تر ختمېدو وروسته به د اوکراین بیا رغونه په همدې میلیاردونو ډالرو سره کېږي.
نه یوازې اروپايي هیوادونو د اوکراین کډوالو ته ځای ور کړ، بلکې امریکا هم کډوال خپلو هېوادونو ته ولېږدول، په زرګونو کډوالو یوازې د کاناډا هېواد ته رسول شوي دي.
د دغه روان کال په فبروري کې چې کله ترکیه سختې زلزلې وځپله، نو له دې سره چې ډېرو هیوادونو مرستې ور سره وکړې، یو شمېر هغه کسان چې کورونه يې تخریب شول، اروپا، امریکا او په ځانکړي ډول کاناډا ته لېږدول شوي دي.
د فلسطین پر انسانانو به تر دې بله سخته ورځ نه راځي، مسلمانان که بشردوستي کوي که اسلام دوستي، همدا نن يې ورځ ده. په لومړي سر کې باید دا جنګ دومره اوږد او تشدید شوی نه وای، بیا که کېده، باید دغه کډوال اسلامي هېوادونو ته رسول شوي وای، هلته ورته اوږدمهالي پنډغالي ورکول شوي یا هم د هغو هېوادونو تابعیت ور کړل شوی وای، دا ټول شاوخوا دو میلیون او سل زره کسان دي، که له غزې ټول وایستل شي او پر اسلامي هېوادونو ووېشل شي، نو یوازې هر عربي هېواد ته یو لک کسان رسېږي، په داسې حال کې چې اروپايي او او امریکايي هیوادونو هر یوه يې تر زرګونو پورې یوازې افغانانو ته ځای ور کړی دی، د نورو هیوادونو کډوال لا نه دي په کې شمار شوي.
د ځینو اسلامي هېوادونو چارواکي چې هره ورځ په دې اړه خبرې کوي، هره ورځ د فلسطین د ملاتړ اعلانونه کوي، دوی ولې لومړی د همدې لکونو انسانانو خونديتوب ته پام نه کوي؟ زموږ حکومتونه د خلکو په وینو سیاست کوي، دوی د فلسطین د ملاتړ په تشو نارو خپل ولسونه خطا باسي، خو کله چې د عمل ځای راشي، بیا يې هر څه هېر شي.
په ډېری هېوادونو کې ځینو ګوندونو د اسرائیل پر ضد او د حماس په ملاتړ لاریونونه وکړل، په ټوله کې چا دا خبره ونه کړه چې زموږ حکومت ته په کار دي چې هغه د ناامنه پنډغالو کډوال دلته راولي، ولسونه باید پر خپلو حکومتونو فشار واچوي چې دغو لکونو کسانو ته خوندي سرپناوې پيدا کړي.
انسان د دې خلکو وجدانونو ته حیران شي، د فلسطین د ماشومانو کرېږې مو څنګه خوب ته پرېږدي؟ که اسلامي هېوادونو کې یوازې سعودي عربستان وغواړي، نو ټول کډوال په خپل هیواد کې ځای پر ځای کولای شي، د اسلام د یوه مهم رکن حج و عمرې رقم د همدې کډوالو لپاره بسنه کوي بلکې تر زیاتېږي، ځکه له دې ادرس څخه د کال سعودي شاوخوا لس میلیارده ډالر تر لاسه کوي، چې که نیم يې هم پر دې کډوالو مصرف شي، د هغوی د ژوند هره اړتیا ور پوره کولای شي. خو افسوس دې وي د اسلامي هېوادونو پر مشرانو او د دوی پر انساني وجدان او غیرت.