ما د قلم په زور مبارزه کړې ده

مرینا هاشمي

زه د افغانستان د نارینه پالونکي ټولنې یوه نجلۍ یم. په هغه کورنۍ کې چې زوی یې نه درلود، زه هر سهار په لېوالتیا راپاڅېدم ترڅو دا اصل پوره کړم چې هېڅ کمی نشته. هره ورځ زه هڅه کوم چې هرڅه په سمه توګه ترسره کړم، ترڅو هطڅوک ځان ته دا حق ورنکړي چې ووایي: «کاش یو هلک مو درلودلای، یوه انجلۍ پلانی کار نه شي کولی او داسې نور…» د مسؤلیت څخه د تېښتې لپاره هېڅ توجیه نلرم. زه باید باورونه بدل کړم. زما کورنۍ باید افتخار وکړي. زه باید د ټولنې یوه برخه آباده کړم او خپله وسله «قلم» واخلم او د ټولو کارونو څارنه وکړم. ما په دې ډول پیل کړی.

یوه ورځ له خوبه پاڅېدم او د خپلو خوبونو تعقیب می پیل کړ. څو ځله ولوېدم او بیا پورته شوم. څو ځله ستړې شوې یم او نارې مې کړې، خو ماتې مې نه ده منلې. زما لپاره، غوره کېدل او بهتر کیدل باید پدې ژوند کې وي. څنګه می نشول کولی چې دوام ورکړم، کله چې زما لپاره د ژوند معنا هماغه وه؟ څنګه می کولی شول چې مسؤلیت ومنم او د ترسره کولو یې انکار وکړم؟ د راتلونکي لپاره می څومره پلانونه درلودل او نه پوهیږم چې هغه پلانونه نن څومره پاتې دي.

ولی دې حالت ته ورسېدو؟ ولې د جوړولو لپاره دومره عمر په کار دی او د ویجاړولو لپاره یوه ورځ او یوه پیښه کافي ده؟ موږ دلته د رسیدو لپاره یو عمر له لاسه ورکړی. دا څنګه ممکنه ده چې دا مقام  د سترګو په رپ کې له تاسو څخه واخلي؟

ما ۱۹ کاله د خپلو کتابونو سره تیر کړل. ما هره ورځ له یوې نوې هیلې سره، هره ورځ له یوه نوي شعار سره، د ودانۍ او آبادۍ په لور، د جهالت او بې سوادۍ پر وړاندې د مبارزې په لور ګام پورته کړ. زه تر اوسه هم په هغو ورځو کې ستړي راګیره یم چې ویل به مې: «یا چپن یا کفن» (د ډاکټرانو سپینه چپن). جراح کیدل زما ترټولو لوی ارزو وه چې زه په دې ټولو کلونو کې تر نیمې شپو د دي خوب د پوره کېدول لپاره ویښه پاتي شوم.

ايا له دې څخه لوړ کومه مينه، هيله او امید شته؟ آیا دا ممکنه ده چې د ځوانۍ ټوله لېوالتیا خوبونه او ارزوګانی هیرې کړم؟ آیا کولی شم چې د دی ټولو نه ترسره کېدل ووینم؟

زه نه پوهیږم چې د یوې داسې نجلۍ په اړه ولیکم چې د شپې د یوې کوچنۍ څراغ په رڼا کې یې د سبا روښانه کولو لپاره زده کړه وکړه، یا د هغې نجلۍ په اړه ولیکم چې د خپل چپټر د چاپ لپاره یې پیسې نه درلودي او هغه یې په قلم لیکلی ترڅو دوام ورکړي، یا هغه نجلۍ چې له خپلې کورنۍ څخه لرې په لیلیه کې د لږو اسانتیاوو سره وخت تیر کړي ترڅو د ځان او خپلې کورنۍ د ښه راتلونکي لپاره کار وکړي. نه! په حقیقت کې د هغې نجلۍ لپاره یې لیکم چې ټولګیواله یې په ټولګي کې دننه په چاودنه کې د هغې د سترګو په وړاندې مړه شوه او هغه لاهم د پخوا په پرتله خورا پیاوړې روانه ده ترڅو جهالت کامیابه نشي. باید د مرزیه لپاره یې ولیکم چې د علم په لاره کې د خاورو لاندې شوه او یا د فاطمې لپاره چې سترګې یې له لاسه ورکړې او په مات زړه سره امتحان ته ولاړه، مګر په لومړیو ورځو کې، دوی هغې ته اجازه ورنه کړه چې زده کړه وکړي. ایا زه د هغو نجونو په اړه وغږیږم چې د پوهنتون په ټولګیو کې لومړۍ نمره دي او که د هغو په هکله چې به کانکور کې تر ټولو ډېرې نمري ترلاسه کړي؟ یا د هغې نجلۍ په اړه ووایم چې نیمه ورځ یې کار کړی تر څو د شخصي پوهنتون فیسونو ورکړي؟ زه د دې خاورې د زرګونو تنکیو او ځوانو نجونو د ماتو زړونو په اړه ولیکم یا د هغې مور په اړه ولیکم چې هر سهار یې له درد او ناروغۍ سره هر څه چمتو کول ترڅو لور یې زده کړه وکړي یا هغه پلار چې لاسونه یې له سختو کارونو له امله د تڼاکو ډک وو، خو د خپلې لور لپاره یې کتابونه برابر ول؟

ایا دا نې ده چې د دومره خوبونو خاوري کېدل ووینئ او چوپ پاتې شئ؟ پدې ورځو کې څومره بې انصافه ژوند دی او زموږ دردونه څومره سره ورته دي!

په ژوند کې زموږ برخه لږه ده

موږ نشو کولی د خپلو غوښتنو لپاره فریاد وکړو

موږ نشو کولی هغه ولټوو

لکه موږ د نړۍ په یوه عجیب کونج کې نښه پرېښې ده!

زموږ د ژوند هوا څومره له وریځو ډکه ده.

زموږ د ښار کوڅې څومره نا اشنا دي.

او زه څومره په خپل ځان کې ورکه یم!

نه پوهېږم چې چېرته ولاړه شم،

نه پوهېږم چې چېرته به ورسېږم،

خو دا ورځې باید تېرې شي …

بیا باید شنه شي!

بیا باید شنه شي!

او زه بیا لیکم …

زما لپاره

ستاسو لپاره

ته…

ورته لیکنې

Back to top button