۸صبح، کابل: د مالیزیا لومړی وزیر انور ابراهیم وایي، هېواد یې په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه ډېر اندېښمن دی.
ابراهیمي دغه څرګندونې د جمعې ورځ (وږي میاشتې په ۳۱ مه) د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې په خپلې وینا کې وکړې.
نوموړي په دې غونډه کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر «تبعیضي سیاست» هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې «د زده کړو له حقه د هغوی بې برخې کول له اسلامي لارښوونو سرغړونه ده.»
هغه زياته کړې، د ښځو او نجونو پر زده کړو بنديز نه يوازې له اسلامي لارښوونو سرغړونه ده، بلکې د ملګرو ملتونو د منشور او بشري حقونو له څو اړخيز چوکاټ څخه هم سرغړونه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د وږي میاشتې په ۳۱مه د دغه سازمان د عمومي غونډې په څنډه کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د «جنسي تبعیض» د څېړلو په موخه د هېوادونو او بشري حقونو سازمانونو د استازو په حضور کې غونډه جوړه شوه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ په دې ناسته کې ویلي چې د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې د افغان ښځو او نجونو بې باوري «یوازې په عملي اقداماتو حل کېدای شي، نه په غندلو او د خواخوږۍ په څرګندولو.»
هغه د افغان مېرمنو په حواله ټینګار کړی چې د افغان مېرمنو او نجونو په منځ کې «ناهیلۍ» رامنځته شوې او نړۍوالې ټولنې ورسره خیانت کړی دی.