آيسلنډ له افغانستان سره ۴۰ ميليونه کرونه مرسته وکړه

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) له آیسلنډ څخه افغانستان ته د ۲۸۳ زره امریکایی ډالرو په ارزښت ۴۰ میلیونه کرون مرسته اعلان کړه.
د دغه سازمان د افغانستان څانګې نن یکشنبه (د چنګاښ په ۴مه)، په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د دا ډول مرستو دوام به میلیونونه افغانان له بې وزلۍ وژغوري.
اوچا زیاته کړی:«د آیسلنډ د ۴۰ میلیونه کرونو په نویو مرستو سره، له ۲۰۲۰ کال راهیسې له افغانستان سره د دغه هېواد د بشري مرستو مجموعي شمېر ۱۳۵ میلیونه کرونو ته رسېدلی دی»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په داسې حال کې د افغانستان له خلکو سره د ایسلنډ هېواد مرستې اعلان کړې چې اروپايي ټولنې هم د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په لومړۍ نيټه) له دغه هېواد سره ۱۲ میلیونه یورو مرسته وکړه.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته د دغه هېواد نږدې ۹۰ سلنه وګړي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
د نړیوالو مرستندویه موسسو د معلوماتو له مخې، د بودیجې د کمښت له امله شاوخوا اته میلیونه افغانان د بېړنیو مرستو له ترلاسه کولو بې برخې شوي دي.