الهام نبي‌زاده د نجونو له ډلې د کانکور اول نمره شوه

۸صبح، هرات: له هرات ولایت څخه یوه نجلۍ الهام نبي‌زاده د نجونو له برخې د سږ کال د کانکور اول نمره شوې ده.

د ۱۴۰۱ کال د کانکور د ازموینو د پایلو له مخې د هرات ولایت د هاتفي لیسې زده‌کوونکې الهام نبي‌زاده د ۳۴۸.۶۶ نمرو په ترلاسه کولو د نجونو له ډلې د سږ کال د کانکور لومړی مقام ترلاسه کړی دی. الهام نبي‌زاده د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ته لار موندلې ده.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت یکشنبه د لړم پر ۱۵ له الهام نبي‌زاده سره په اړیکه کې د دې موضوع په اړه خبر ورکړی دی.

د سږ کال د کانکور ازموینې پایلې په داسې حال کې د روانې اونۍ پر شنبې ورځ اعلان شوې، چې د کانکور په لسو غوره کسانو کې هېڅ نجلۍ نه وه.

ورته لیکنې

Back to top button