د ترکمنستان وارداتي برېښنا د هرات ولایت لپاره پرې شوه

۸صبح، هرات: له هراته سیمهییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت لپاره د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده.
سرچینې یکشنبه د لیندۍ پر شلمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې په سره خبرو کې وایي، چې د هرات لپاره د ترکمنستان وارداتي برېښنا د سهار له ۷ بجو راهیسې پرې شوې ده.
په همدې حال کې د هرات ولایت د برېښنا ریاست وایي، چې د سختو ووارو له امله د دغه ولایت د رباطسنګي ولسوالۍ په بقرچر بند کې دوې ستنې ماتې شوې او نړېدلې دي.
د دغه ریاست په وینا دوې لویې ستنې نړېدلې او د ګټې اخیستو وړ نه دي.
د ترکمنستان د وارداتي برېښنا پرې کېدو د هرات اوسېدونکي اندېښمن کړي دي. د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، چې ژمي کې د برېښنا نشتوالی هغوی له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.