عمران خان عدالت ته حاضر ېږي

د راپورونو له مخې د پاکستان پخواني لومړي وزیر اعلان کړی چې د فساد دوسیو ته د ځواب ویلو لپاره به محکمې ته حاضر شي.
الجزیرې د جمعې په ورځ (مارچ ۱۷) راپور ورکړ چې د اسلام اباد سترې محکمې د ښاغلي خان د نیولو امر وځنډاوه.
دغې محکمې له عمران خان څخه د حاضریدو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر وکیل فیصل فرید چوهدري الجزیرې ته ویلي: «موږ به سبا (شنبه) په محکمه کې د عمران خان د حضور ضمانت وکړو.»
الجزیرې زیاته کړې، چې عمران خان د لاهور او اسلام اباد د مقدمو په وړاندې د لاهور له یوې محکمې څخه د حفاظتي ضمانت غوښتلو لپاره له خپل کور څخه وتلی دی.
د یاده ونې وړ ده، چې عمران خان د لومړي وزیر په دوره کې په فساد تورن دی.
وروسته له هغه چې د خان د نیولو امر صادر شو، د هغه پلویانو هم له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره نښتې وکړې.