پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ګوښه شوي لومړي وزیر عمران خان خپلو پلویانو ته یوه وینا کې د خپل ځان پر وړاندې د ګواښونو له دوام څخه خبر ورکړی دی.
عمران خان د پنجاب ایالت په سیالکوټ ښار کې د یوې وینا په لړ کې ویلي، چې د خپل ځان د امنیت په تړاو اندېښمن دی. نوموړي کوم ځانګړي بنسټ ته اشاره نه ده کړې؛ خو ټینګار یې کړی چې د پاکستان ځواکمن بنسټونه بهرني فساد او لاسوهنو ته پاملرنه نه کوي.
عمران خان ویلي، یوه ویډیو یې ثبت کړې او خوندي ځای کې یې ساتلې، چې ښکاري د هغه ژوند پر وړاندې ګواښونه ډېر یا ووژل شي. د هغه په وینا، د دې ویډیو په خپرولو سره به د هغو پلانونکو او عواملو نومونه خپاره شي، چې د هغه د حکومت په تخریبولو کې یې ونډه لرله.
عمران خان د پاکستان د پارلمان څخه د نه اعتماد رایې وروسته ګوښه شو.