عمران خان: واکمن حکومت له ناورینه د پاکستان د ژغورلو پلان نهلري

د پاکستان د حکومت او د تحریک انصاف ګوند ترمنځ له سیاسي کړکېچونو وروسته، د دغه ګوند مشر عمران خان ویلي دي چې واکمن حکومت له اوسني بحرانه د پاکستان د ژغورلو لپاره کوم پلان نهلري.
د پاکستانی رسنۍ (ډان) د راپور له مخې، عمران خان دغه څرګندونې نن یکشنبه (مارچ ۲۶) د پاکستان په منار میدان کې، د تحریک انصاف د پلویانو یوې لویې غونډې ته وکړې.
هغه وویل: «زه اوسني واکمنان ننګوم چې د [هیواد د ژغورلو] وړتیا او اراده نهلري. که حاکم واکمانان ماته ووایي چې موږ یو پلان لرو! «مګر زه پوهیږم چې پلان څه دی … هیڅ پلان نشته.»
په ورته وخت کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر له اوسني بحرانه د هېواد د ژغورلو لپاره، د خپل ګوند لس مادهییز پلان اعلان کړ.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دغه غونډه د سختو امنيتي تدابيرو په ترڅ کې جوړه شوې وه، سره له دې چې امنيتي ځواکونو د کانټينرونو په واسطه غونډې ته غځېدلې لارې تړلې وې، خو د تحريک انصاف ګوند پلويانو، د پاکستان مينار ته ځانونه رسولي وو.
د عمران خان د اوږدې وینا په اړه خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې هغه له یوې کوټې څخه خپلو پلویانو ته وینا کوي چې ظاهرا د مرمیو ضد شیشه باندې پوښل شوي وه.
د پاکستان په پنجاب ایالت کې، د محکمي لخوا د انتخاباتو ځنډولو له حکم وروسته، دا د تحریک انصاف ګوند لومړۍ غونډه ده چې د انتخاباتي کمپاین په څېر ښکاري.