عمران خان خپلو پلویانو ته: پولیس مه تحریکوئ، غواړم په خوښۍ زندان ته لاړ شم

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر، په خپلو تازه څرګندونو کې خپلو پلویانو ته ویلي دي چې له تحریک پارونکو کړنو ځانونه وساتي، که اړتیا وه په خوشحالۍ به زندان ته لاړ شي.

پاکستانۍ رسنۍ ډان، راپور ورکړی دی چې د تحریک انصاف ګوند مشر چهارشنبې ورځ د مارچ په ۲۲مه نېټه، په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کړې چې د پنجاب او اسلام اباد پولیسو د خپلو لوړپوړو مدیرانو تر څنګ د هغه د ترور لپاره توطيه په لاره اچولې ده.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر ویلي دي: «که چېرې پولیس غواړي د هر حکم یا هرې بلې موضوع لپاره ماته نېږدې شي، اجازه ورکړئ چې مخامخ ماته راشي. اوسنی دولت او نقشو یې زما د وژلو لپاره ماتې خوړلې او اوس په غوصه شوي دي او افراطي کړنې ترسره کوي.»

د پاکستان پخواني لومړي وزیر چې په دې ورځو کې د دې هېواد له دولت سره په لانجو اخته دی، له ځوانانو یې غوښتي دي چې هغه سره ژمنه وکړي که چېرې هغه ووژل شي د هغه څه پر وړاندې چې نوموړی یې د اوسني دولت ظلم بولي، ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد سترې محکمې د عمران خان له دې خبرو څو ساعته وروسته، د پاکستان په پنجاب ایالت کې د روان کال د اپرېل د میاشتې ټاکنې اکتوبر میاشتې ته وځنډولې؛ هغه پرېکړه چې د دې لامل شوه څو د تحریک انصاف ګوند راتلونکې شنبه د پاکستان منار خاوره کې د لویې غونډې جوړولو لپاره چمتوالی ونیسي.

ورته لیکنې

Back to top button