عمران خان د پاکستان دولت ته پر افغانستان د برید په اړه خبرداری ورکړ

۸صبح، کابل: د پاکستان د تحریک انصاف ګوند رییس عمران خان افغانستان کې د طالبانو د رژیم پروړاندې د «غیرمسوولانه بیانیو» د صدور له امله د دغه هېواد پر «ایتلافي دولت» نیوکه کړې او له «ګاونډي ولس» سره یې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
خان سه شنبه د جنورۍ پر لسمه په یوه سمینار کې ویلي: «وزیران پر افغانستان د برید په اړه غیرمسوولانه بیانیې صادروي؛ که پاکستان د افغانستان له دولت سره همکاري ودروي، نو له یوې پایته نه رسېدونکې جګړې سره به مخ شو.»
د پاکستان مخکیني لومړي وزیر ویلي، چې پوځي عملیات د سولې د هوکړهلیک یوه برخه کېدای شي او په یوازیتوب سره به «هېڅکله» پایله ونهلري؛ ځکه د ده په وینا د پاکستان دولت باید په خپله خاوره کې له ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره تعامل ولري.
د تحریک انصاف ګوند رییس ویلي، چې د «پاکستان ایتلافي دولت» له طالبانو سره پر خبرواترو متمرکز نه دی.
هغه زیاته کړې، چې د پاکستان د لومړي وزیر بلاول بوټو زرداري لومړنی بهرنی سفر باید افغانستان ته وای.
هغه ویلي: «کله چې امریکا افغانستان پرېښود، موږ یو ښه فرصت درلود. موږ هڅه وکړه، ترڅو چې کولای شو د اشرف غني له حکومت سره خپلې اړیکې ښې کړو او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړو.»
خان د تېر زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې د پاکستان د صدراعظمۍ له دندې ګوښه شو. هغه له طالبانو غوښتي وو چې د طالبانو له دولت سره تعامل وکړي او هغوی څنډې ته نه کړي؛ ځکه د ده په آند له طالبانو سره له تعامله ډډه کول نه یوازې د سیمهییزو پایلو لامل ګرځي، بلکې پر نړۍ به هم اغېزه ولري.
د راپورونو له مخې اسلاماباد څو ځله د طالبانو رژیم د پاکستاني طالبانو تحریک پوځیانو ته د پناه ورکولو او پر پاکستان د افغانستان له خاورې د «ترهګریزو بریدونو» د مخنیوي په اړه پر خپلو ژمنو له نه درېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.