۲۰۲۲ کال کې افغانستان کې د رسنیو له ازادۍ د سرغړونې د ۲۶۰ پېښو ثبت

۸صبح، کابل: د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۲۰۲۲ کال کې د رسنیو له ازادۍ د سرغړونې د ۲۵۰ پېښو د ثبت خبر ورکړی دی.

دغه مرکز د یوه راپور په خپرولو جمعه د مرغومي پر نهمه نېټه ویلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ وضعیت د خرابوالي حال کې و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۲۰۲۲ کال کې د رسنیو له ازادۍ د سرغړونې د ۲۶۰ پېښو د ثبت خبر ورکړی او ټینګار یې کړی دی، چې په دغو پېښو کې ګواښل، نیونې او تاوتریخجن چلند شامل دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا د رسنیو له ازادۍ د سرغړونې عاملان په ډېری مواردو کې طالبان دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هېڅ داسې پېښه، چې په هغه کې خبریال خپل ژوند له لاسه ورکړی وي، نه ده ثبت کړې.

ورته لیکنې

Back to top button