په افغانستان کې موسمي بدلون اوبو ته د کورنیو لاس رسی ۶۰ سلنه کم کړی

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی چې په افغانستان کې موسمي بدلون اوبو ته د کورنیو لاس رسی ۶۰ سلنه کم کړی دی.
اوچا دغه څرګندونې نن یکشنبه (د غوایي په ٢٤مه)، په خپله ټويټر پاڼه کړي.
د (اوچا) ارزونې ښیي چې په افغانستان کې به د اوبو له کمښت سره مخ کورنیو شمېر په ۲۰۲۱ کال کې ۴۸ سلنې ته رسېدلو، خو په ۲۰۲۲ کال کې دا شمېري ۶۰ سلنې ته لوړې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږی کوونکي دفتر ټینګار کړی، چې په روان کال کې د بدلونونو د چټکتیا او په افغانستان کې د اوبو او فاضله اوبو بحران د حل لپاره ۴۷۹.۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د موسمي بدلون له امله زیانمن شوی دی.
که څه هم دغه هېواد په نړۍ کې د هوا په ککړتیا کې تر ټولو کمه ونډه لرلی، خو نړیوالو ارزونو ښودلې چې له دې لارې تر ټولو ډېر زیانونه ورته اوړي.
څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې راغلي وو چې افغانستان د نړۍ په کچه د موسمي بدلون او بشري ناورین له امله څلورم زیانمنونکی هېواد دی.