افغانستان کې اول ونه له بېخه باسي او بېا یې میوه خوري
لیکوال: دستګیر روشنیالی

په افغانستان کې له بېخه د سياسي نظام راايستلو او د دولتي جوړښتونو د جارو کولو ستونزه، ډېره وغځېده!
موږ مکلفیت لرو د وروستيو لسیزو له سیاسي عملونو او سياسي پيښو سره سخت انتقادي چلند ولرو.
موږ مکلفیت لرو ځوان نسل او راتلونکې نسلونو ته ددې انتقادي چلند پایلې ور انتقال کړو، ترڅو هغوي وکولای شي ددې وژونکو او تباه کونکو تېروتنو او اشتباهاتو د تکرار مخه ونيسي. او دغه راز هغوي وکولای شي سیاست او سیاسي فرهنګ له دا ډول تيروتنو، اشتباهاتو او ځانګړتياو پاک کړي!
موږ د خپلو تيروتنو، عیبونو او اشتباهاتو د پټولو او په نورو د ملامتۍ وراچولو لپاره هېڅ ډول توجيه نه لرو. نورو ته د ملامتۍ ګوته مه نيسي، دا نه تماميدونکې غمیزه د موږ د نادانۍ او بېفکرۍ نتيجه ده. دا د ماشومانو کار دی چې له خپلو تېروتنو تښتي او نورو ته د ملامتۍ ګوته نيسي. د همدې تيروتنو، کمزوريو او عیبونو پایلې دې چې موږ په ماتې پسې ماتې او په بايلنه پسې بايلنه لرو. ملت جوړل په ټپه ولاړ دې. ملي وحدت د واقعیت په ځای شعار دی او په تبلیغاتي برخه کې را څرګنديږي. ملي فکر د ويشونکو فکرونو په وړاندې کمزوری او وده یې ورو ده.
موږ په داسې حالاتو کې نه يو چې له دې خشنو واقعیتونو په څنګ تېر شو او يا ورباندې سترګې پټې کړو. څومره به ښه وي چې موږ هر یو دا چلند له ځانه پیل کړو او په سياست کې یې هم تعقیب کړو. د يوه ښه سبا جوړول له پرون سره د موږ انتقادي چلند غواړي. د ځینو به دا چلند نه خوښيږي او ځینې به خوابدي کېږي. ځینې په ډېرو مهمو مسئلو او تصمیمونو پوهيږي، خو پټه خوله پاتې کېږي او غواړي له دې دنيا همداسې پټه خوله ولاړ شي. له پرون سره انتقادي چلند د نن او سبا ضرورت دی.
په افغانستان کې د دولت په جوړښت کې پلارسالاري، نسب، قوم، کورنۍ، مذهب ته وفاداري، له هماغه پيله تر اوسه خپل رول او تاثير ساتلی دی او همدغه رول او همدغه تاثير نه پريږدي، چې له یوې خوا دولت د يوه خپلواک او بېطرفه ارګان په توګه ايجاد او له بلې خوا په ټولنه کې دواړه سياسي او ټولنیز ثبات را منځ ته شي. په دولتي جوړښت کې د پورتنيو عنصرونو رول او تاثير فرهنگي ځانگړتياوې خپلې کړي، کوم چې په دواړو سیاست او سياسي فرهنگ کې په پيوسته توگه ځان ښیې.
موجود سیاست او سیاسی فرهنګ خطرناکې ځانګړتياوي
- واکمنو ته ټولنه خپل مالکېت ښکاري او د یوې خامې مادې په سترګه ورته ګوري او هڅه کوي د خپلو نظرياتو سره سم یې جوړه کړي. په وروستيو له څلورو لسیزو زياته موده کې، يو په بل پسې واکمنو همدا ډول هڅې وکړې او پايله یې هر ځلي نوی ناورین او نوې غمیزه وه. اوس د ملاواکۍ وار دی، چې ټولنه او ټولنېز همیشه په حرکت کې واقعیتونه، پخپلو نظرياتو کې چوکات او بیا د حرکت قومانده ورکړي.
- واکمنو ته د ټولنې غوښتنې اهميت نلري او يا یې پر وړاندې بېتفاوته پاتې کیږي او د ټولنې پر وړاندې د مسؤلیت احساس نه کوي؛
- هره واکمنه ډله د برترۍ دعوه کوي. «موږ تر ټولو ښه يو!» «حقیقت له موږ سره دی!» همدا نن ملا خپلې واکمنۍ ته مقدسه بڼه ورکوي او مخالفین واجبالقتل بولي. د همدې ډول دعوو پر اساس، واکمن له مخالفينو سره د دوښمنۍ چلند لري او د واکمنو همدا چلند په مخالفینو د دوښمنۍ کولو عمل تحميلوي؛
- واکمن د ټولنې له نظرياتو او په ځانګړې توګه د ټولنې له سیاسيکیدلو ډاريږي، مخه یې نیسي، ټولنه له سیاست بېګانه کوي، سیاست د واکمنې ډلې، واکمن ګوند، واکمن تنظیم په چاره بدلوي او نه غواړي سیاست د ټولو په چاره بدل شي. نن سیاست او سیاست کول د ملا په چاره بدل شوي دې.
بياپوزیسیون دولت او یا د موسوليني په قول « بېاپوزیسیونه کولکتیف»
په وروستيو لسیزو کې يو په بل پسې واکمنو له سياسي نظام سره د دوښمنۍ او جارو کولو چلند کړی. هر ګوند، تنظیم او سياسي ډله، چې واکمنه شي، موجود سياسي نظام له بیځه باسي، دولت او دولتي جوړښتونه جارو کوي او دولت ته ګوندي، تنظيمي، قومي او مذهبي بڼه ورکوي. دوی هر يوه په نوبت هڅه کوي يو بېاپوزیسیونه دولت جوړ کړي، دولتي مقامونه پخپل منځ کې وويشي او قدرت پخپل مالکیت بدل کړي.
د ایټاليا دېکتاتور موسوليني هم بېاپوزیسیونه دولت جوړ او هغه ته یې « بېاپوزیسیونه کولکتیف» نوم ورکړ. دا حالت ښیې چې په افغانستان کې سياسي ګوندونه، تنظیمونه او ډلې په څومره افراطي او ړنګونکې توګه، له دولت او دولتي جوړښتونو سره چلند کوي. دا چلند ټولنې ته په څومره لويه بېه تماميږي او په څومره زياته اندازه ټولنه شا ته غورځوي!
پادشاهي، جمهوري نظام… باید له بیخه وایستل شی او نوي واکمن د خپلې خوښې سياسي نظام جوړ کړي. دا افراطي سیاسي چلندونه، په ټولنه کې هم د افراط او راديکالیزم سبب کېږي. نن ټولنه د اوږدې مودې استبداد او اسارت ته ورننوتې او دا حالت به د ډېرې محافظه کارې، د ډېرافراطي او ډېرراديکال چلند په لور، د ټولنې لارښوونه وکړي. راتلونکې ټولنه به يوه محافظه کاره، افراطي او راديکاله ټولنه وي.
ددې چلند وروستۍ بېلګه د ملايانو واکمني ده. دوی له تېر جمهوری نظام سره د مصالحې کولو په ځای، د جګړې لاره غوره کړه او هغه یې ړنګ او له بیخه ویست. دولت او دولتي جوړښتونه یې په بله خوا واړول او جارو یې کړل او د هغه پر ځای یې د يوه سړي واکمني جوړه، ملا او مولوي د دولتي مقامونو د نیولو په معيارونو بدل شول.
دې حالت کې، د ټول شموله حکومت او د بشري حقونو د رعایت او درناوي په هکله د بهرنيو دېپلماتانو غوښتنې په باد سپري غوښتنې دي.
تاريخي تجربې موږ ته وایي، کله چې په يوه سياسي نظام کې رهبري د يوه سړي په وجود کې متمرکزه کېږي. ټولنه دواړه د حاکمیت او د رهبرۍ حق له لاسه ورکوي او ورسره جوخت استبداد هم پيلېږي. که دا سړي ډير نيک هم وي، د بشپړ واک درلودل، هغه هرومرو د دېکتاتورۍ په لوري بېایي.
په افغانستان کې هميشه واک د یوه سړي، يوې کورنۍ، يوه گروپ په ولکه وو او دې ډول سياسي نظامونو ونشوای کولای د ثبات په لور، د افغانستان لارښوونه وکړي. همدا شان واکمنو ملايانو له دواړو اپوزسیون او انتقاد کونکو سره د دوښمنۍ چلند غوره کړ. د ټول شموله حکومت جوړولو، د بشري حقونو د رعایت او درناوي په هکله د بهرنيو دېپلماتانو او ملګرو ملتونو غوښتنې، په باد سپرې غوښتنې دي. دوی افغانستان او په دې هيواد کې موجود او تاريخي واقعيتونه نه پیږني. دوی خپلې دېپلماتېکې لوبې کوي!
ملايان نه مصالحه کوي، نه واک ویشي او نه د اپوزسيون منلو ته چمتو دي. همدا شان دوی نه په بشري حقونو باور لري او نه یې درناوي کوي. دوی يو بدلون منونکی او بدليدونکی سياسي نظام نه جوړوي او دا په راتلونکې کې بېا هم د سياسي نظام له بېخه د ايستلو او د دولتي جوړښتونو په بل خوا اړولو امکانات برابروي. او نوي واکمن به بېا له سره نوی سياسي نظام او نوی دولت جوړوي. افغانستان يوه بدلون منونکې سياسي نظام او خپلواک دولت ته ضرورت لري.
سياسي تاريخ او د سياست علم نه بدليدونکې او «نه ماتېدونکی» سياسي نظام نه پيږني. پرون شوروی نظام «نهماتېدونکی نظام» تعریف شوی و، چې وخت یې راغی، دا «نهماتېدونکی نظام» دړې وړې شو، سياسي نظام مطلق نه دی او نه د هميشه لپاره جوړ شوی سياسي نظام شته دی.
ټولنیز بدلونونه د سياست دنده ده. که سیاست او سياسي نظام نه بدليدونکې ځانګړتياوې ولري، څه ډول کولای شي د ټولنېزو بدلونونو لارښوونه وکړې؟ د سياست ځای ټولنه ده او ټولنه په هميشني حرکت او بدلون کی ده. او يوازې يو بدليدونکی سیاست دې حالت ته ځواب ويلای شي. نه بدليدونکې سياسي نظام او نه بدليدونکی سیاست، د ټولنې او ټولنیز ژوند له ماهیت او څرنګوالي سره ضدیت نه دی.
سياست هر ځای او هر وخت د اختلافونو ډګر دی. په سياست کې اختلافونه همیشني او توافقونه موقتي دي. په هر هيواد کې سياسي بدلونونه راځي او د دواړو سیاست او قدرت ځانګړتياوې دي. ددې بدلونونو هدف د سياسي نظام له منځه وړل او د دولتي جوړښتونو جارو کول نه؛ بلکې اصلاح کول دي. په دې سياسي بدلونونو کې سره له دې چې بريالي ګوندونه د رهبرۍ کولو مقامونه نيسي او خپله تګلاره چلوي. خو خپلې سیاسي او ګوندي ځانګړتياوې، د دولتي مقامونو د نيولو په معيارونو نه بدلوي او اپوزسیون له سیاسي نظامه دباندې نه باسي. اپوزسیون د سياسي نظام په يوه جوړونکې برخه بدليږي او د سياسي پريکړو په کولو کې، ونډه او تاثیر لري.
مهمه او اساسي دنده د ټولنې له ډېر وروسته پاتې قشره د سياست او قدرت ژغورل دې.