په افغانستان کې د بې کارۍ ناورین او تیاره راتلونکی
لیکوال: باسط احمد حافظي

د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام له پرځېدو نېږدې دوه کاله کېږي؛ کوم نظام چې په ډېرو ستونزو او د نړۍوالې ټولنې په مرستو جوړ شو. د بیان او د مطبوعاتو ازادي، نوې غوړېدلې ډیموکراسي، د هېوادوالو د اساسي حقونو په پام کې نیول او ځوان حکومت کولای شو د سپټمبر له ۱۱مې پېښې وروسته په تېرو دوو لسیزو کې له لویو لاسته راوړنو وبولو.
له هغو ټولو ستونزو او کړاوونو سره چې د نظام پر وړاندې موجود وو، افغانستان بیا هم ورو ورو د اقتصادي پرمختګ په موخه خپله اصلي لار کې ګام ایښوده. په نړۍوالو بازارانو کې د کرنیزو توکو د خرڅلاو او له کروندګرو نه د ملاتړ په موخه د هوايي کریدورونو رامنځته کول، په بېلابېلو ولایتونو کې د صنعتي ښارګوټو فعالیت، د کورني محصولاتو د صادراتو د آسانتیا په موخه د سیمه ییزو تړونونو لاسلیک کول، د خصوصي سکتور څرګنده او روښانه رول، په افغانستان کې د پرمختیایي بنسټونو او غیرانتفاعي موسسو او نورو فعالیت… تر یوې کچې د اقتصادي ودې او کارموندې زمینه برابره کړې وه.
د پیسو د صندوق له لوري د شمېرنو پربنسټ، افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د خپلو دوو ګاونډیو (ایران او پاکستان) په پرتله ښه وده او ټیټ تورم یا انفلاسیون درلود. ددغو شمېرنو پر بنسټ، د افغانستان اقتصادي وده د ۲۰۰۳ تر ۲۰۲۰م کلونو ترمنځ څه باندې ۶.۱ سلنه وه. چې د هېواد لویدیځ ګاونډي لپاره دا نرخ ۱.۶ سلنه او د سوېل ګاونډي لپاره ۴.۲ سلنه و.
د طالبانو له بیا راتګ سره چې د افغانستان خلک په تېر یو کال او اوو میاشتو کې چې د ډېرو برخو له اړخه یې هېواد د ناورین تر پولې بیولی دی، لاس او ګریوان دي. کابل ته د طالبانو له راننوتلو وروسته د هېواد اقتصاد، له نړیوال مرستو بې برخې شوی او میلیونونه افغانان د خپلو ورځنیو خوړو د برابرولو وس نه لري. دا مهال نږدې د هېواد ټول خلک په فقر او بې وزلۍ کې ژوند کوي. د (اوچا) یا د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکې ادارې د راپور پربنسټ د افغانستان ۹۷ سلنه خلک له فقر او لوږې سره مخ دي چې اصلي لامل یې کولای شو د بې کارۍ پدیده یاده کړو.
فقر له بې کارۍ سره مخامخ اړیکه لري او د بې کارۍ د کچې لوړوالی د فقر د ګراف د صعود لامل کېږي. د طالبانو له بیا راتګ وروسته ددې ډلې له لوري د محدودیتونو لګولو سربېره، د بشر د حقونو ته نه پاملرنه، د ټولنې نیمایي برخې پر وړاندې څرګند تبعیض او د داعش د ډلې په څېر د ترهګرو ډلو شتون، افغانستان یې له بیکاري، فقر او ژور اقتصادي ناورین سره مخ کړی دی. د شته راپورونو پر بنسټ، پر افغانستان ددې ډلې د واک په درېیو مېاشتو کې یوازې څه باندې ۵۰۰ زره دندې لمنځه ولاړې. سره له دې چې د بیکارۍ پدیده نږدې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې مخ پر زیاتېدو ده، خو په افغانستان کې ددغه اقتصادي سرطان وده دومره پیاوړې ده چې د هغه د پرمختګ یادونه د یادولو نده او پایله یې ډېره د اندېښنې وړ ده.
د افغانستان په اقتصاد کې د بې کارۍ د ناورین لاملونه
بیکاري کولای شو د یوه هېواد له ژورو ستونزو وګڼو. له شک پرته د ډېرو ټولنیزو او حتی سیاسي ستونزو ریښه په همدې ملي عارضه کې ولټوو. کله چې د بې کارۍ نرخ له خپل ځانګړي حد نه وړاندې لاړ، په ساده ګۍ سره کولای شو وموندو چې د اقتصاد بېلابېلې برخې هم زیان ویني او له کاره لوېږي.
په افغانستان کې د بې کارۍ لوی لاملونه
۱. د سیاسي نظام بدلون او واک ته د طالبانو رسېدل
ښه حکومتولي باید په یوه عادلانه چوکاټ کې چې بې طرفه وي تنفیذ او ترسره شي. دغه راز د بشر له حقونو نه څارنه، په تېره د لږکیو حقوق، د ښې حکومتولۍ په چوکاټ کې د قانون د حاکمیت له نورو الزامات شمېرل کېږي.
د سیاسي نظام له بدلون او د طالبان له راتګ وروسته، د تېرو دوو لسیزو ټولې لاسته راوړنې له منځه ولاړې، د افغانستان بېلابېل قومونه د طالبانو په نظام کې ونډه نه لري، د بیان او د مطبوعاتو ازادي نشته، د هېواد په فرهنګي، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې د ښځو فعالیتونه له منځه تللي او په څرګند ډول په افغانستان کې د ښځو ازادي سلب شوې ده. د نظام په کلیدي او مسلکي برخو کې په طالبانو پورې اړوند کسان ګمارل شوي دي چې له هېڅ ډول پوهې او تخصص نه برخمن ندي.
۲. د نړۍوالې ټولنې د مرستو بندېدل
واک ته د طالبانو له رسېدلو او د ټولنې د نیمایي برخې پر وړاندې ددغې ډلې د ناروا سیاستونو له لګولو وروسته، پر هېواد د نړۍوالې ټولنې مرستې هم بندې شوي دي؛ هغه مرستې چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د هېواد د عادي بودیجې یوه برخه او د پرمختیايي بودیجې ټوله برخه یې جوړوله. له شک پرته د نړۍ د بشري مرستو د دومره لویې کچې بندېدل، د افغانستان د کار په بازار کې د کارموندنې شرایط د پام وړ له ستونزو سره مخ کړي دي چې له بده مرغه نن یې د بدو پایلو شاهدان یو.
۳. د پرمختیايي بنسټونو د فعالیت بندېدل
په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د افغانستان د انتقالي دولت له رامنځته کېدو وروسته، په افغانستان کې د جمهوري نظام تر پرځېدلو پورې د بېلابېلو بهرنیو بنسټونو له لوري د پام وړ پرمختیايي فعالیتونه د پراختیا په حال کې وو. په افغانستان کې د بهرنیو بنسټونو له لوري د پرمختیايي فعالیتونو په لاره اچول په بېلابېلو ولایتونو کې یې د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړې وه.د طالبانو له بیا راتګ او د ښځو په اقتصادي فعالیتونو د محدودیتونو په لګولو سره دغو پرمختیايي بنسټونو په هېواد کې د فعالیت له دوام نه لاس اخیستی دی. دغه وضعیت، په افغانستان کې د بې کارۍ کچه نوره هم زیاته کړې ده.
۴. له افغانستان نه د لوستو کدرونو او پانګې تېښته
په یوې ټولنه کې د غوره پرمختګ او دغه راز له یوه ناورین نه د ژغورنې ښه لاره، له لوستو کدرونو نه سمه ګټه اخیستنه ده. هغه هېوادونه چې نن د پرمختګ ترکچې رسېدلي دي، خپل کورني لاسته راوړنې او پرمختګ د هغو لوستو ځوان کدرونو له برکته چې د انساني ځواک په توګه یې د ټولنې د پرمختګ او د ودې د زمینې برابرولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلي کړي دي، بولي. له بده مرغه افغانستان ته د طالبانو له بیا راتګ وروسته، په دولتي بستونو کې ددغو کسانو شتون د طالبانو لپاره له زغم نه لیرې و او په پایله کې نه یوازې د افغانستان د ځوان کدرونو د تېښتې او بې کارۍ لامل شو، بلکې د نظام تخصصي او مسلکي بستونه چې پوه او لوستو کسانو ته یې اړتیا درلوده، د طالبانو جنګیالیو ته په لاس ورغلل چې له هېڅ ډول علمي او مسلکي پوهې نه برخمن نه دي. دا وضعیت په خپله په افغانستان کې د بې کارۍ د ناورین په پراختیا کې د پام وړ رول لري.
همداراز د طالبانو له راتګ سره د ځاني او اقتصادي خوندیتوب د نشتون له امله له هېواده ډېری پانګوال تېښتې ته اړ شول. د افغانستان د سوداګرۍ خونۍ د مدیره پلاوي له لوري د وړاندې شویو وروستیو شمېرنو پربنسټ، په تېر یوه کال کې څه باندې ۸۰۰ کورني پانګوالو هېواد پرېښی دی. دغې چارې په خپله د بې کارۍ په رامنځته کولو کې مرسته کړې ده.
۵. د طالبانو له لوري د خلکو پر فعالیتونو محدودیت لګول
پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو وروسته، په دې هېواد کې ښځې له بې شمېره محدودیتونو سره مخ شوي دي. دا مهال هغوی په بد وضعیت کې دي. د افغانستان د ټولنې دغه نیمایي برخه د کار اجازه نه لري او په پشپړ ډول له زده کړې بې برخې دي. د طالبانو حاکمیت په تېرو نږدې دوو کلونو کې خلکو ته د ډېر ساده ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو ظرفیت نه درلود؛ خو ددې سربېره د بشر د حقونو ښکاره نقض، د پخواني دولت د کارکوونکو ورکېدل، د ښځو نیول کېدل، کورپه کور پلټنې، د لږکیو ځورول او ټول هغه موارد چې د بشري او اسلامي حقونو نقض دی، په دوامدار ډول ورځ تربلې د پراختیا په حال کې دي.
دې په پام چې طالبان یوه مزدوره او نوکره ډله ده او د هغوی تېرو کړنو هم پر ټولنې ډېر روانې اغېز پرېښی دی، له همدې امله په کابل کې ددغې ډلې د بیاځلي شتون او د هغوی ځانګړي سیاستونه، ددې لامل شوي چې ډیری دستګاوې او سازمانونه په خپلو کړنو کې بدلون رامنځته کړي.
په خلکو او ځانګړي ډول په ښځو د طالبانو له لوري د بېلابېلو محدودیتونو لګول، په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د کمزوریتوب لامل شوی دی. د پانګوالو تېښته او د بهرنیو او کورنیو پانګې اچونې کموالی، په هېواد کې د فقر او بې کارۍ د پراختیا په برخه کې مهم لامل ګڼل کېږي. په همدې حال کې، د خلکو اقتصادي شرایط د خرابېدو په لوري روان دي او داسې اټکل کېږي چې مرستو ته د اړمنو کسانو په شمېر زياتېږي. داسې ویل کیږي چې د ټول ګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره د طالبان د ارادې نشتون او دغه راز د ښځو د کار د مخنیوي په اړه د هغوی ټینګار، د خلکو اقتصادي وضعیت لاپسې خرابوي او بشري مرستې هم د اړمنو اړتیاوې نشي پوره کولای.
اوسمهال شرایط داسې بریښي چې نړۍ د یوه غیر منسجم سیاست له مخې په محافظه کارانه ډول له طالبانو سره په تعامل کې ده. یادې ډلې ته په ډېر نرمښت د سفارتونو او کنسول ګریو سپارل دا څرګندوي چې سیاسي ګټې پر اخلاقي ارزښتونو لومړیتوب لري. په افغانستان کې د فقر او بې کارۍ د حل لپاره د نړیوالې ټولنې له لوري د همغږې او یوې کاري برنامې نشتون او د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې چوپتیا، ددې لامل شوی چې له دې ډلې سره د مقابلې لارې چارې ګټورې نه دي او د طالبانو امارت له ستونزو پرته خپلې چارې پرمخ وړي. پایله کې فقر او د بې کارۍ ناورین به مخ پر زیاتېدو شي او ښځې او ماشومان به په نامناسب وضعیت کې وي.
پورته شرایطو ته په پام، په افغانستان کې د فقر او بې کارۍ د لمنې پراختیا به چې لاملونه یې تل په ګوته شوي دي، د پراختیا په حال کې وي. ددغه بهیر دوام به د افغانستان اقتصادي وضعیت له لوی کړکیچ سره مخ کړي. ترهغه پورې چې شرایط په همدې ډول پرمخ روان وي، د فقر او بې کارۍ ناورین به په افغانستان کې د بشري حقونو د بنسټونو د راپورونو د سرلیک موضوع وي.