اندراب کې د مقاومت جبهې قوماندان خیرمحمد اندرابي ووژل شو

۸صبح، بغلان: باوري ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تاییدوي، چې د مقاومت جبهې مهم قوماندان خیرمحمد اندرابي له طالبانو سره له اوږدې نښتې وروسته وژل شوی دی.

ښاغلی اندرابي او ورسره کسان یکشنبه شپه د مرغومي پر څلورمه نېټه د اندراب د پل‌حصار ولسوالۍ په اړوند تغانک سیمه کې له طالبانو سره له څو ساعته نښتې وروسته وژل شوی دی.

سرچینې جوتوي، چې په دې نښته کې د مقاومت جبهې نږدې ۳۰ تنه ځواکونه مړه او ټپیان شوي دي.

سرچینې همداراز زیاتوي، چې په دې نښته کې طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتي دي.

د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ له تېرې شپې راهیسې سختې نښتې دوام لري.

په همدې حال کې د مقاومت جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي پر خپلې فېسبوک‌پانې د یوه پیغام په خپرولو د خیرمحمد اندرابي وژل کېدل تایید کړي دي.

طالبانوو د دغو نښتو په تړاو څه نه دي ویلي.

دا د هوا له سړېدو سره له یوه میاشت ځنډ وروسته د بغلان په اندرابونو کې لومړنۍ نښته ده چې له تېرې ورځې راهیسې دوام لري.

ورته لیکنې

Back to top button