په بادغیس کې طالبانو په رېنجر موټر یو ماشوم وهلی او وژلی دی

۸صبح، بادغیس: بادغیس کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو یوه رېنجر موټر يو ماشوم وهلی او وژلی دی.
ځايي سرچينو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي، چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ (د غويي په ۱۳ مه)، د بادغيس د جوند ولسوالۍ بازار ته څېرمه شوې ده.
ويل کيږي چې دغه رېنجر په جوند ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو د امنيې قوماندانۍ اړوند و.
د دې پیښې قرباني یو اتو او لسو کلو ترمنځ هلک بلل شوی دی.
په بادغیس کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو له لوري په پوځي موټرو د ملکي وګړو وهل، څه نوې خبره نه ده.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم په کاپیسا کې د ملکيانو له يوې ريکشا سره، د طالبانو د یوه رېنجر موټر د ټکر امله، ۷ تنه مړه او ټپیان شول.