طالبانو په بلخ کې د پخوانیو دولتي چارواکو او سوداګرو د شتمنیو په اړه معلوماتو راټولول پیل کړل

۸صبح، بلخ: د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې، طالبانو د پخوانیو دولتی چارواکو او سوداګرو د ملکیتونو په اړه، د معلوماتو راټولولو بهیر پیل کړی دی.

د مزارشريف د ښاروالۍ له خوا د طالبانو په یوه مکتوب کې، چې يوه کاپي يې نن (شنبه) په ټولنيزو شبکو کې خپره شوې، د عطامحمد نور، عبدالرشيد دوستم، محمد محقق په ګډون، د ١٣ پخوانيو دولتي چارواکو او سوداګرو شتمنۍ ثبت شوې دي، پدې مکتوب کې د عباس ابراهیم زاده، اسحاق رهګذر، احمدشاه رمضان، عالم خان ازادي، رئیس عبدالخالق، فرهاد عظیمي، سید ظاهر مسرور، اسدالله شریفي، جمعه خان همدرد او محمد ظاهر وحدت نومونه لیدلی کېږي.

طالبانو په دغه مکتوب کې، د مزارشريف ښار په ګډون اړوندو ولسواليو  ادارو ته امر کړى، چې د يادو کسانو د ملکيت په اړه دې، په درېيو ورځو کې، اسناد چمتو کړي او ددې ډلې ښاروالۍ ته وسپاري.

په مزارشریف کې د طالبانو ښاروال ټینګار کوي، چې د ملکیتونو اړوند شرعي او عرفي اسناد، د ښاروالۍ د ویش حکم او د ملکیتونو ساحه باید مشخصه شي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې په بلخ کې د پخوانیو دولتي چارواکو د ملکیتونو په اړه د معلوماتو د راټولولو موخه څه ده.

دا لومړی ځل دی چې طالبان په بلخ کې د پخوانیو دولتي چارواکو او سوداګرو د شتمنیو په اړه معلومات راټولوي.

Back to top button