په بامیانو کې طالبانو شیعه عالمان د سویې د ثبیتولو په ازموینه کې له ګډونه منعه کړل

۸صبح، بامیان: په بامیانو ولایت کې ځایی سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست د اسلامی زده کړو آمریت شیعه دیني عالمان د سویې د تثبیتولو په آزموینه کې له ګډونه منعه کړي او د نوم لیکنې فورمې یې نه دي ورکړي.
باوري ځايي سرچينو د پنجشنبې په ورځ د غويي په ۲۱مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې يو شمېر دغو دیني عالمانو شاوخوا شل ورځې وړاندې د دې آزموینې لومړۍ پړاو« په تقریري او شفاهي بڼه» ترسره کړی و او بل پړاو ته پر شرایطو برابر بلل شوي وو.
یوې سرچینې ویلي: «کله چې هغوی د ازموینې په بل پړاو کې د شاملیدو په موخه د فورمې اخیستو لپاره په بامیانو ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمریت ته ورغلل، د دغه ریاست چارواکو ورته وویل چې د وزارت لخوا ورته لارښوونه شوې چې شیعه عالمانو ته فورمې ورنه کړي.»
دوه تنه شیعه عالمان محمد حسن رضواني او عبدالحمید حجتي چې د بامیان ولایت د طالبانو د پوهنې په ریاست کې د علماوو د سویې د تثبیتولو په ازموینه کې یې برخه اخیستې وه، وايي چې د دې ازموینې په لومړۍ شفاهي پړاو کې یې برخه اخیستې وه او د بریالیتوب نمرې یې ترلاسه کړې وې، خو دا چې شیعه دي، په بل پړاو کې له ګډونه منعه شوي دي.
د بامیانو ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د ديني عالمانو د سویې د تثبیتولو په موخه ازموينه پيل کړې ده او هغه عالمان چې په دې ازموينه کې بريالي کېږي، د لېسې (١٢ ټولګي) او نيمه عالي زده کړو (١٤ ټولګي) اسناد ورکول کېږي.