۸صبح، بامیان: د بامیان ولایت ځایي سرچینې وایي چې په دې ولایت کې د طالبانو ښاروالۍ له څه مودې راهیسې په بامیان ښار کې د واټ ترڅنګ پلورونکو د غرفو د پلورلو بهیر پیل کړی دی.
سرچینو دوشنبې د وږي په ۲۸مه وویل چې د بامیان ښاروالۍ په یو شان رنګ مخصوصې غرفې د ښار پلورونکو ته برابرې او ډیزاین کړې چې د هرې یوې غرفې لګښت لږترلږه نهه زره افغانۍ اټکل شوی دی.
یوه ځایي سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې په بامیان کې د طالبانو د ښاروالۍ مسوولین ددغو غرفو له لارې تجارت پيل کړی او هره غرفه په جبري توګه له اتلس تر شل زره افغانۍ پر خلکو پلوري.
د سرچینې په وینا، د غرفو پر پلورلو سربېره د میاشتې له درې سوه تر ۵۰۰ افغانیو اجاره هم ترې اخلي.
یوه ځایي سرچینه ددې موضوع په تاییدولو سره وایي چې د پلورونکو عاید کم دی او له اتلس تر شل زره افغانیو پورې د یوې غرفې د پېرلو وس نه لري.
سرچینه زیاتوي: «په بامیان کې د طالبانو د ښاروالۍ ریاست په دغه ښار کې د واټونو ترڅنګ پلورونکي اړ کړی چې غرفې په دوه برابره بیه وپېري که داسې ونه کړي دا کار به له لاسه ورکړي.
دا په داسې حال کې دي چې د سرچینو په وینا، په اوسنیو شرایطو کې د بامیان په مرکز او ولسوالیو کې بې وزلۍ او وزګاري زیاته شوې او ډېری خلکو د کار د نشتوالي له امله د واټونو ترڅنګ د توکو پلورلو ته مخه کړې ترڅو د کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پرې برابرې کړي.