په نړۍ کې داسې یوه ټولنه او هېواد ډیر کم موندلای شو چې له ټولنیز پلوه یو ډول او یو رنګ وي.ولې انساني ټولنې له نژادي، ژبني، مذهبي، طبقاتي، سیاسي، یا کلتوري پلوه متکثرې دي. دلته خبره د دغه ګڼوالي د اثبات پر سرنه ده، ځکه چې دا یو ثابت حقیقت دی، خبره د هغه د په رسميت پېژندلو ده. په یوه ټولنه کې د تکثر په رسمیت پېژندنه په دې مانا ده چې د هر کلتور، ژبې، مذهب، ګوند او دين خلک د قانون پر وړاندې يوشان حیثیت ولري، په اقتصادي برخو کې برابر فرصتونه ولري او سرچينو ته له لاسرسي برخمن وي. په سياسي برخو کې ورته امکانات په واک کې ورکړل شي او د يوه په ګټه مثبت او د بل په زيان منفي تبعيض پکې نه وي.
په نړۍ کې د روانو کړکېچونو او شخړو یوه برخه همدې ته ورګرځي؛ يعنې هلته چې د ټولنې تکثر په رسمیت نه پېژندل کیږي، که واک د یوه کس يا يوې ډلې او يا د يوه بهیر په لاس کې وي، هڅه کوي له نورو انکار وکړي او ټوله ټولنه له خپل نظره یو رنګه کړي. دا ډول هڅې که په ښه نیت او د یوه هیواد د بنسټونو د پیاوړتیا په نیت ترسره شي، یا په بد نیت او په شعوري توګه د هغه چا د ځپلو په نیت چې «بل» ګڼل کیږي، په هر حالت کې به یې پایلې خطرناکې او ورانوونکې وي. . دلته دا مهمه نه ده چې يو لوری د شمېر او انساني کميت له مخې اکثريت ګڼل کېږي او بل لوری يې اقليت. اکثريت والی او اقليت والی په خپل ذات کې نه مثبت او نه منفي ارزښت لري او په هېڅ ډول له امتیازاتو د برخمن کېدو او له هغو د بې برخې کېدو لپاره کوم دلیل نه شي کېدای.
پردې سربېره، لږکیو ته پاملرنه او د هغوی د حقونو خوندېتبوب د ټولنیز پوخوالي او بلوغ له پلوه د یوه هېواد د ارزونې معیار دی. په پرمختللو ټولنو کې دا پوهاوی شته چې که فرضاً، د یوه ځانګړي مذهب، ژبې یا ټبر خلک اکثریت وي، نو په طبیعي توګه له ډیرو او غوره امکاناتو او فرصتونو برخمن دي، او دا د اندېښنې وړ خبره نه ده او که فرضاً حق یې وخوړل شي، د نورو په پرتله په آسانۍ سره کولای شي چې د دعوې اقامه وکړي او خپل له لاسه وتلی حق بېرته ترلاسه کړي. له همدې امله په دغو ټولنو کې تمرکز پردې دی چې د لږکیو حقونه خوندي وي او له دې امله چې هغوی ډير زیانمنونکي دي، د حقونو او ګټو لپاره یې باید ډير تدابیر په پام کې ونیول شي. نو هر څومره چې یوه ټولنه پرمختللې او انساني وي، هومره د لږکیو حقونو ته پکې ډيره پاملرنه کیږي او هغه کسان چې اکثریت ګڼل کیږي په دې برخه کې تر نورو ډیر مسوولیت احساسوي.
البته د ټولنيزې بشپړتیا پايله دا ده چې له لویه سره، د اکثريت او اقليت بحث خپل رنګ وبایلي او هر وګړی د یو کس په توګه له نورو وګړو سره برابر ارزښت او حيثيت ولري او د هغه فردیت له حقونو او امتیازاتو نه د برخمن کېدو معیار وګڼل شي، نه د هغه ډله ییز یا قومي هویت.
که یوه ډله یا یو بهیر د دې په هڅه کې وي، چې یوه ټولنه د امنیت او سوکالۍ پر لور ولاړه شي، باید په یوه ټولنه کې د کثرت پالنې دفاع او د شته رنګارنګۍ ملاتړ وکړي، څو ټول وګړي که د هرې سلیقې، ګروهنې، باور او قوم وي، د امنیت او خوندېتوب احساس وکړي. د کثرت پالنې ضد تمایل انحصار پالنه ده، چې هڅه کوي عمومي ساحه کنټرول کړي او نور ترې وشړي. انحصار پالنه که مذهبي، سیاسي، کلتوري، ژبنۍ، توکمیزه یا بل هر ډول وي، د بشري په تاریخ کې د خونړیو شخړو یو بنسټيز لامل ده. باید د کثرت پالنې بنسټيزه کېدو او د انحصار پالنې له منځه تلو ته ملا وتړل شي.