په فراه او غزني کې بهرنيو موسسو له زرو زياتو کورنيو سره د بېلچو او کولنګ مرسته وکړه

۸صبح، غزني: په فراه او غزني ولایتونو کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په دغو ولایتونو کې ۱۱۱۶ اړمنو کورنیو ته د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو توکو د وېش اعلان کړی دی.
په غزني کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۱۹مه) د ناروې کمېټې د دغه ولایت په واعظ ولسوالۍ کې ۵۵۸ اړمنو او بې سرپرسته کورنیو ته اصلاح شوي تخمونه، د سبزیجاتو توخمونه او کرنیز وسایل وېشلي دي.
همدارنګه د فراه ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې د دغه ولايت په پشترود ولسوالۍ کې له ٥٥٨ اړمنو کورنيو سره د چټکو مرستو او پراختيا موسسې (ORD)، له خوا د کرنيزو وسايلو او اصلاح شويو تخمونو مرسته شوې ده.
په مرسته شویو وسایلو کې یو لاس ګاډی، لور، د بېلچې لاستی، د اوبو شیندلو آله، کولنګ، د اوبو لوټه او نور زراعتي وسایل شامل وو.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته، د کورنیو تر منځ بې وزلي د پخوا په پرتله زیاته شوې ده.
که څه هم د طالبانو ډلې د بې وزلو کورنیو د اړتیاوو د هواري په برخه کې کوم اقدام نه دی کړی، خو بهرنۍ موسسې هڅه کوي چې د هېوادوالو سره په بېلابېلو برخو کې تر یوه حده مرستې وکړي.