فراه کې د خلکو په مخکې د قصاص او سنګسار احکامو پلي کېدل؛ طالبانو خلکو ته د ورتلو بلنه ورکړه

۸صبح، فراه: طالبانو په فراه کې د خلکو په مخکې د قصاص او سنګسار احکامو د پلي کولو خبر ورکړی دی.

طالبانو چهارشنبه د لیندۍ پر ۱۶ په یوه بلنه کې د فراه له خلکو غوښتي، چې د قصاص حکم د پلي کېدو د نندارې لپاره د دغه ولایت لوبغالي ته ورشي.

فراه کې ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې ټاکل شوې طالبان نن په دغه ولایت کې پر درېیو تنو د قصاص او سنګسار احکام پلي کړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې طالبانو دوه نارینه او یوه ښځه د محسن په نوم د یوه کس د وژلو په تور مجرم ګڼلي دي. ټاکلې ده دغه ښځه د خلکو په مخکې سنګسار شي او پر دوو نورو کسانو هم د قصاص حکم پلي شي.

فراه کې طالبانو ویلي، چې د هغوی شل کلنه جګړه د همدې «هیلې» د رښتیا کولو لپاره وه، چې نن په فراه کې عملي کېږي.

د ویلو ده، چې له دې مخکې د خلکو په وړاندې د طالبانو له خوا د دغو حکمونو پلي کول له توندو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button