غزني کې د خلکو په مالي لګښت د اوبو بند جوړولو کار پیل شو

۸صبح، غزني: غزني کې د خلکو په شخصي لګښت، د اوبو بند جوړولو چارې پیل شوې.
سیمه ییزو سرچینو (د غوایي په ۲۵مه)، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دغه بند به د غزني د جاغوري ولسوالۍ په (زیرک) سیمه کې جوړ شي.
د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، ددغه بند پر جوړېدو ۱۸ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د جاغوري اوسېدونکي به یې ورکوي.
ویل کېږي چې دغه بند به د ۹۳ زره مترمکعبه اوبو د زېرمه کولو او د درې کیلوواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.
ددې ترڅنګ ددغه بند په جوړېدو سره به د جاغوري ولسوالۍ، ۳۸۰ هکتاره زمکه خړوبېدو سره، د نږدې ۴۰۰ کورنیو ستونزې هوارې شي.
ویل شوي، چې د غزني په جاغوري کې ددغه بند جوړېدو چارو په پیل سره، ۳۰ ځايي اوسېدونکو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.
ټاکل شوې ددغه بند د جوړولو چارې په راتلونکو ۸ میاشتو کې بشپړې شي.
په غزني کې د خلکو په مالي مرسته، د اوبو د وړو بندونو جوړول بېمخینې نه دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په غزني کې د خلکو په شخصي لګښت د اوبو زیرمه کولو د دوو کوچنيو بندونو د جوړولو کار هم روان دى.