غزني کې غلو د طالبانو پوستې ته نږدې له دوو موبایل پلورنځیو غلا کړې ده

۸صبح، غزني: غزني کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې په تېره یوه اونۍ کې وسله‌والو غلو په دغه ولایت کې د ګرځنده ټلیفونونو له دوو پلورنځيو غلا کړې ده.

په دې ولایت کې یوه سرچینه وایي، چې غلو پنجشنبه د مرغومي پر ۲۲ د غزني ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند «پل حیدراباد» سیمه کې له یوه موبایل پلورنځي غلا کړې ده.

دا دویمه هټۍ ده، چې په غزني ښار کې د طالبانو له امنیتي پوستې ۳۰ متره لیرې غلا ترې کېږي.

څلور ورځې مخکې هم په دې سیمه کې د ګرځنډه ټلیفونونو له یوه پلورنځي غلا وشوه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د غزني اوسېدونکو په دې ولایت کې د غلاوو او جنایي پېښو له زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

ورته لیکنې

Back to top button