په غزني کې د یونیسف په مالي مرسته، د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو کار بشپړ شو

۸صبح، غزني: په غزني کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي مرسته، د اوبو رسولو شبکې جوړولو چارې، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د اوبو رسولو دغه شبکه، چې د غزني د واغظ ولسوالۍ په (نيکزو) کلي کې جوړه شوې ده، د دوشنبې په ورځ (وري ۲۱)، پرانيستل شوه.
ويل کيږي چې د اوبو رسولو د دغې شبکې د جوړولو کار يو کال وخت نیولی او څلور ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى دى.
د اوبو رسولو د دې شبکې په جوړېدو سره، نږدې ۲۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی.
ددې شبکې پرانسته داسې مهال شوې، چې د غزني ولایت ډېری اوسېدونکي پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.