غور کې د طالبانو د قاضي موټرسایکل د غلو د دُرو وهلو پر مهال وتښتول شو

۸صبح، غور: غور کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د جزايي دیوان د محکمې د رییس موټرسایکل په دې ولایت کې پر غلا د تورنو کسانو د محاکمې پرمهال غلا شوی دی. دغه پېښه پنجشنبه د لیندۍ پر ۲۴ د غور ولایت په مرکز کې شوې ده.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې غلو په داسې حال کې د غور لپاره د طالبانو د جزایي دیوان د محکمې د رییس موټرسایکل بېولی، چې هغه د ۱۲ تورنو کسانو پر دُرو وهلو بوخت و.
دغه کسان د غلا، اخلاقي فساد او د شراب څښلو په تورونو محاکمه شول.
د ویلو ده، چې په وروستۍ یوه میاشت کې طالبانو په دغه ولایت کې لسګونه تنه په عام محضر کې به متروکو وهلي دي.