طالبان په غور کې د موسسو مرستې په تېره بیا نقدې پیسې له خلکو بېرته اخلي

۸صبح، غور: په غور ولایت کې ځايي سرچینې وایي چې طالبان له خلکو سره د مرستندویه موسسو مرستې له خلکو بېرته اخلي.
سرچینو یکشنبې د لیندۍ په ۱۳مه له ۸صبح سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو ددې ولایت اوسېدونکو ته ویلي چې د موسسو مرستې په تېره بیا نقدې پیسې بېرته طالبانو ته ورکړي.
په غور کې د انصاري په نوم موسسې په پسابند ولسوالۍ کې هرې کورنۍ ته ۲۷۵ ډالر نقدې پیسې ورکړې دی.
سرچینې وايی چې د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ د طالبانو ځایي مسوولینو له خلکو غوښتي چې ددې موسسې مرستې طالبانو ته ورکړي.
دا په داسې حال کې دي چې خلک په ناوړه اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي او د موسسو مرستې یوازې هغه سرچینې دي چې خلکو په راتلونکي ژمي کې هیلې پرې تړلې دي.
په غور کې طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې هم د طالبانو له خوا د نړیوالو مرستو د حیف و میل په اړه راپورونه خپاره شوي چې د مرستندویه بنسټونو اندېښنې یې راپارولې دي.