په غور کې درې ماشومان د هاوان مرمۍ دچاودنې قرباني شول

۸صبح، غور: په غور ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ماشومان ټپیان شوي دي.

سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه پېښه نن دوشنبه (د غبرګولي په ۲۲مه) د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار په «پنبه غلمین» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې د يوه ماشوم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

طالبانو هم دغه پېښه تایید کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې هم په غور کې د یوې سرګولولی د چاودنې له امله دوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د څو لسیزو جګړو په پایله کې د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو شتون یو له جدي ننګونو څخه دی چې د هېواد وګړي ورسره مخ دي.

د معلوماتو له مخې هر کال لسګونه کسان چې ډېری يي ماشومان دي د ماینونو او نورو ناچاودېدونکو توکو د چاودنو له امله قرباني کېږي.

Back to top button