هلمند کې ښايي هغه پروژې له منځه ولاړې شي چې کارونه یې نیمګړي پاتې دي

8صبح، هلمند

د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان په ټولو ولایتونو کې رغنیزې، کرنیزې، پوهنیزې او نورې پراختیايي او پرمختیايي پروژې روانې وې چي اوسمهال ډېری دا پروژې نیمګړې پاتې دي.

له دې جملې په هلمند ولایت تر څلوېښتو زیاتې رغنیزې پروژې نیمګړې پاتې دي په دغو پروژو کې زرګونه کسان په کار بوخت وو.

ددې ولایت ځايي سرچیني وايي چې په دغو پروژو کې له لس زره زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه چې اوسمهال پر کور ناست دي.

په دې لړ کې د هلمند د دولتي پوهنتون د ودانۍ یوه برخه چې کارونه یې نیمګړي پاتې دي د طالبانو رژيم په راتلو سره یې رغنیزې چارې په ټپه ولاړې دي.

ددې پوهنتون مرستیال سمیع الله سعید وايي چې د هلمند په دولتي پوهنتون کې د درېيو ودانیو د جوړولو چارې رواني وې چي اوس یې کارونه په ټپه درېدلي.

نوموړی وايي که دا پروژه بشپړه شي تر ډېره به د پوهنتون اړتیاوې پوره شي.

سعید زیاتوي: «په دغه پوهنتون کې د ادبیاتو پوهنځي د ودانۍ ۷۰ سلنه کار بشيړ شوی همدا ډول د ټول پوهنتون لپاره د لمریزي برېښنا او کیفیت د تضمین پروژې وې چې د نړیوال بانک له خوا عملي کېدې خو اوس یې کارونه په ټپه درېدلي دي.»

دا چې پر دغو نیمګړو پروژو څومره لګښت راغلی او څومره نور لګښت ته اړتیا لري په دې اړه کره معلومات نشته.

په دې ولایت کې د یوه خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس اسدالله انډیال د هغو پروژو په اړه اندېښنه لري چې میلیونه ډالر پرې لګول شوي دي.

نوموړی وايي، که د دې پروژو پاتې رغنیز کارونه ژر تر ژره پیل نه شي راتلونکی ژمی به یې زیاته برخه بېرته تخریب شي .

انډیال زیاتوي: «پر دغو پروژو میلیونونه ډالر لګښت راغلی، نوی حکومت باید اړوند او نړیوال مرستندویه بنسټونه وهڅوي ترڅو نورې د مالي سرچینو په ترلاسه کولو نیمګړې پروژې بشپړې کړي.»

د دې ولایت د اقتصاد ریاست د پروژو د څارنې مسوول عبدالهادي حماد بیا وايي، هلمند کې د پاتې نیمګړو پروژو شمېر له څلوېښت تر ۴۵ پورې دی.

هغه زیاتوي چې د ځینو پروژو رغنېز کارونه له شلو تر ۹۰ سلنه بشپړ شوي خو د دې حکومت په راتګ سره یې د ځنډ او خنډ مسله په نړیوال بانک پورې تړاو لري.

حماد وايي: «دا پروژې چي شمېر ېې تر ۴۵ پورې رسېږي، تر ډېره د نړیوال بانک له خوا تمویلېدې او اوس نړیوال بانک پیسې نه ورکوي ځکه یې کارونه نیمګړي پاتې دي.»

عبدالهادي حماد څرګنده کړې، د تېر حکومت پر مهال د ولسمشرۍ دفتر له خوا د بنایې تصدۍ په نوم په ۱۳ ولسوالیو کې لوی جوماتونه هم جوړېدل خو د طالبانو په واکمنېدو سره د رغونې کارونه د بودیجې د نشتوالي له امله په ټپه درېدلي دي.

د یادونې وړ ده چې نه یوازې په هلمند ولایت، بلکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو د تېر حکومت پرمهال د پیل شویو رغنیزو پروژو کارونه نېمګړي پاتې دي او ترڅنګ یې سلګونه زره کسان وزګار شوي دي چې لامل یې د بودیجې نشتوالی بلل کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button