په هرات کې پر ماشومانو او تنکيو نجونو د تقویتي توکو د وېش کمپاين پيل شو

۸صبح، هرات: په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) او (ادا) دفتر لخوا، د ماشومانو او تنکیو نجونو لپاره د تقویتي توکو د وېش کمپاین پیل کړ.
دغه کمپاین د چهارشنبې په ورځ د غويي په ۲۰مه، پیل شو او د پنځو ورځو لپاره به، د هرات په ټولو سیمو کې -کور په کور- دوام ولري.
د هرات د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې ددغه کمپاین له لارې به پر ۱۵۳ زره او ۶۵۰ تنکیو نجونو، د وینې د کمښت د له منځه وړلو ګولۍ او پر ۱۴۴ زره او ۵۵۳ تنو له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو، تقويتي توکي وویشل شي.
د دوی په وینا، دغه کمپاین په هرات کې د ماشومانو د خوارځواکۍ او په تنکیو نجونو کې د وینې د کمښت د ناروغۍ له زیاتېدو وروسته، پیل شوی دی.
دا کمپاین په داسې حال کې پیل شوی، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې، د بېوزلۍ او بېکارۍ لمن پراخه شوې او دا کار په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو لامل شوی دی.