په هرات کې سړه هوا او د مړینې زیاتوالی، په یوه میاشت کې ۳۶ پر نشو روږدي کسان مړه شوي

په افغانستان کې هر کال د هوا د سړېدو د موسم په پېلېدو سره پر نشه يي توکو ګڼ روږدي کسان سرپناه او مناسبو خوړو ته د نه لاسرسي له امله مري. د هرات اوسېدونکي وايي، چې سږکال د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې د مړو شویو روږدو کسانو شمېر زیات دی. په هرات کې د طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځايي چارواکي وايي، چې د هوا له سړېدو راهيسې په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو ٣٦ روږدي کسان مړه شوي دي.
د هرات اوسېدونکي د ښار په شاوخوا سيمو کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو له زیاتوالي د شکایت ترڅنګ وایي، په دغه ولايت کې يې کله هم د بې پناه معتادانو دومره زیاتوالی نه وو لیدلی. د هرات اوسېدونکی فردوس په ترقي پارک کې د برګر پلورلو هټۍ لري. هغه وايي چې د روان کال د لیندۍ پر ٢٠مه د سړې هوا له امله د دغه پارک په يوه کونج کې يو معتاد مړ شوى و. هغه زیاتوي: «د طالبانو اړوند حوزې او د ښاروالۍ اړوند ناحیې ته له خبر ورکولو سره سره ، د دغه معتاد جسد د هماغې ورځې تر ۴ بجو پورې په پرانستی فضا کې پروت و او د ورځې په پای کې طالبانو په رینجر موټر کې ولېږداوه.» فردوس دغه راز د خپلو ملګرو له خولې وايي، چې په هماغه شپه د هرات په کمرکلاغ سيمه کې هم د سړې هوا له امله یو بل معتاد مړ شو.
د هرات ښار د لسمې ناحيې اوسېدونکى عزيزالله هم په دې ښار کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو زياتوالي ته اندېښمن دى. هغه وايي، چې د دوى په سيمه کې د تېرو کلونو په پرتله په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زيات شوى دى. د هغه په وينا، د سړک غاړې، ویالې او پلچکونه پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولېدو پرځایونو بدل شوي دي. د هرات دغه اوسیدونکی وايي چې طالبان باید پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لپاره یو پروګرام یا پلان ولري، ځکه دې چارې د سیمې خلک اندېښمن دي.
د هرات ولايت يو بل اوسېدونکى ګل مير وايي: «که پر نشه يي توکو روږدي کسان له ښارونو نه راټول نه کړای شي، نو ګڼ خلک په تېره بيا ځوانه طبقه به له بېکارۍ نه نشو ته مخه کړي، ځکه چې د خلکو ژوند ستونزمن شوی او ټول خلک وزګار دي.»
اخو، د طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست يو مسوول تاييدوي چې په تېره يوه مياشت په ځانګړې توګه د لیندۍ میاشتې په منځنیو شپو او وروځو کې د سړې هوا له امله پر نشه يي توکو ډېر روږدي کسان مړه شوي دي. دغه ځایي طالب چارواکى وايي چې په تېره يوه مياشت کې په هرات کې پر نشه يي توکو ٣٦ روږدي کسان مړه شوي دي. نوموړی زیاتوي، چې ډېری دغه روږدي کسان د یخنۍ له امله د هرات په بېلابېلو سیمو کې د لیندۍ له ۱۵ تر ۲۰ نېټې پورې مړه شوي دي.
د پروسږکال د شمېرو له مخې، يوازې په هرات ولايت کې ۷۵ زره کسان پر نشه يي توکو روږدي دي. له دې منځه لږ تر لږه پنځه زره یې ښځې دي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست چارواکي وايي چې اوسمهال په دغه ولايت کې ١٣٠٠ تنه پر نشو روږدي کسان تر درملنې لاندې دي څو له نشو لاس واخلي. د هغوی په وینا، هڅې روانې دي چې د روږدو کسانو د درملنې لپاره داسې یو مناسب او لوی ځای جوړ شي چې لږترلږه د څه باندې لس زره کسانو د ځایدو وړتیا ولري.
د هرات مدني فعالان او اوسېدونکي پر نشه يي توکو د روږدو کسانو پر ستونزو د طالبانو د ځايي ادارې له نه غور کولو شکایت کوي او وايي چې پر هېواد د طالبانو د واکمنېدو راهيسې په هرات کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو کره شمېر نه دی وړاندې شوی. د هغوی په خبره، په تېرو کلونو کې یې هېڅکله په دغه ښار کې دومره زیات روږدي کسان نه وو لیدلي. د هرات اوسېدونکي وايي، چې پر نشه يي توکو روږدي کسان له تفریحي پارکونو نیولې تر ښاري لارو او عمومي سړکونو پورې هرچېرته ناست وي.
د هرات یو مدني فعال عبدالقیوم حارث وايي چې طالبان پر نشه يي توکو روږدو کسانو ته د نه پاملرنې له امله د هغوی پر کره شمېر نه پوهېږي. د هغه په وينا، په هرات کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر د دوو کلونو مخکې په پرتله له ٤٠ تر ٥٠ سلنې پورې زیات شوی دی. هغه زیاتوي: « کله چې یوه اداره یا رسنۍ له طالبانو نه د شمېرو غوښتنه کوي، دا ډله هغوی ته د تېر حکومت پر مهال د سروې ګانو له لارې راټولې شوې شمېرې ورکوي، په داسې حال کې چې دا شمېرې کال په کال بدلېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو او د دې ډلې د مشر له لوري د نشه يي توکو د کښت او پېر او پلور د بندولو له حکم وروسته، د دغو نشه يي توکو بيې لوړې شوې دي. که څه هم د طالبانو دغه حکم له بازارونو نشه يي توکي نه دي ورک کړي، خو د پېر او پلور بازار یې ګرم کړی او بیې یې لوړې کړې دي.
په هرات کې یو معتاد وايي چې د طالبانو تر راتګ مخکې به یې د اړتیا وړ توکي په ۲۰ یا ۳۰ افغانیو پېرل، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د همدومره نشه يي توکو بیه له ۷۰ نیولې تر۱۰۰ افغانیو پورې لوړه شوې ده.