۸صبح، هرات: له هراته سیمهییزې سرچینې راپور ورکوي، چې په دغه ولایت کې د جمعې امامان اړ ایستل شوي ترڅو د جمعې په لمانځه کې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده نوم یاد کړي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د جمعې په لمانځه کې د طالبانو د مشر د نوم اخیستو امر نن (جمعه د لیندۍ ۱۱) د هرات په ډېری جامع جوماتونو کې پلي شوی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې د جمعې لمانځه امامانو په جبري توګه او د طالبانو له امر سره سم په خپلو خطبو کې د ملا هبتالله اخوندزاده نوم یاد او د هغه او حکومت د بقا لپاره یې دعا کړې ده.
د هرات ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکی فرید احمد وایی، چې د جومات خطیب نن د جمعې لمانځه خطبه د طالبانو د مشر په نوم ویلې او هغه یې د امیرالمومنین په توګه یاد کړی دی.
له دې مخکې د طالبانو د حج او اوقافو په یوه اعلامیه کې د ټولو جامع جوماتونو د خطبو لپاره د «یو شان خطبې» د ترتیب خبر ورکړی و.
د دغه وزارت په خطبه کې راغلي: «د جمعې لمانځه په خطبه کې امیر او واکمن ته د خیر او پر شریعت یې د ټینګښت او پر دښمنانو د نصرت لپاره دعا یو مستحب دی.»
د طالبانو د فرمان له مخې په ټول هېواد کې د جمعې لمانځه امامان او د جوماتو خطیبان کومه خطبه، چې د طالبانو له لوري ورته چمتو کېږي او د دې ډلې د مشر نوم پکې ذکر دی ترلاسه کوي او د هغې پر ویلو مکلف دی.