په هرات کې طالبانو د ګروي ملکیتونو خاوندان اړ کړي چې مالیه ورکړي

۸صبح، هرات: په هرات کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو مستوفیت له هغه کسانو چې خپل شخصی ملکیتونه (د ګروي په خرڅلاو) ورکوي، اړ کړي چې یو سلنه مالیه ورکړي.

سرچینو نن د دوشنبه (د غبرګولي په ۱۵مه)، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې طالبان دغه پيسې له خلکو څخه د «عايداتو د ماليې قانون» تر نامه لاندې ټولوي.

په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو د مستوفیت ادارې له خوا په هرات کې خپره شوې داسې راغلي دي: «هغه کسان چې د ګروي تر عنوان لاندې خپل ملکیتونه نورو اشخاصو ته ورکوي مکلف دي چې د عایداتو د مالیاتو قانون د ۳۰ مادې سره سم ګروي اخیستونکي ته د ملکیت د سپارلو په وخت کې د ملکیت د لېږد ۱٪ مالیه وضع کړي او په ټاکلي وخت کې د دولت عوایدو حساب ته ولیږدوي.»

د هرات يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې طالبانو د هېواد د اوسنيو قوانينو د غير اسلامي بللو له امله څه باندې شل کاله د پخواني حکومت پر وړاندې جګړه وکړه، خو اوس د پخواني حکومت له اصولو سره سم د اضافي پیسو غوښتنه کوي.

د دوی په خبره، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې له خلکو څخه د مالیاتو تر نامه لاندې په بېلابېلو لارو اضافي پیسې اخیستي دي.

تر دې وړاندې هم په هېواد کې یو شمېر موټر چلوونکو د طالبانو له لوري د پیسو د غیر عادلانه ټولولو څخه شکایت کړی و.

Back to top button