۸صبح، کابل: د پاکستان د اسلامي جمهوریت په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کهر د طالبانو د رییس الوزرا له مرسیتال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځته شوې ستونزې باید ژرترژره حل شي.
رباني کهر سه شنبې د لیندۍ په اتمه، د طالبانو د رییس الوزرا له اداري مرستیال سره په کتنه کې سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې، همداراز په پاکستان کې بندي افغانانو ته په اشارې سره ویلي: «د افغان بندیانو د خوشي کولو په موخه یو میکانیزم موجود دی او د حل لپاره یې لازیات وخت ته اړتیا ده.»
مولوي حنفي په دې کتنه کې ویلي چې د طالبانو رژیم د «ډبرو سکرو د میکانیزه کېدو» لپاره هڅې کوی او په همدې موخه «بین الوزرا صلاحیت لرونکې کمیټه هم جوړه شوې ده.
حنفي زیاته کړې چې د طالبانو رژیم د تاپي، تاپ، کاسا زر او پېښور ـ کابل ـ ترمذ رېل لارې په شان لویو پروژو د عملي کولو لپاره د پاکستان له دولت سره همکارۍ ته چمتو دي.
هغه همداراز له پاکستاني پانګه والو غوښتي چې د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې په تېره یوه میاشت کې طالبانو ډلې او پاکستاني پوځیانو لږ ترلږه په دوو سیمو (سپین بولدک او ډنډ پټان لارو) کې نښتې سره کړې دي.