جوزجان کې یوې اومېندوارې ښځې له خپلو غبرګونو ماشومانو سره ځانوژنه وکړه

۸صبح، جوزجان: جوزجان کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، یوې اومېندوارې ښځې چې په ګېډه کې یې غبرګوني ماشومان وو، ځانوژنه کړې ده.

ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه پېښه یکشنبه د سلواغې پر لسمه نېټه د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار اړوند «عیدمحله» کلي کې شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې دغې ښځې د کورنیو تاوتریخوالو له امله د تېزابو په څښلو ځان وژلی دی.

د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې جوزجان کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button