په کابل کې د کور په کور تلاشۍ دوام، طالبانو د پروان دو او پروان سه سیمو د خلکو پر کورونو یرغل وروړی

۸صبح، کابل: د کابل ښار اوسېدونکي د طالبانو له لوري د کورونو د تالاشۍ د دوام خبر ورکوي.
د کابل ښار د پروان د دو او سه سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، طالبانو د پنجشنبې په ورځ د سلواغې پر۱۳مه، له سهار راهیسې کور په کور تالاشي پیل کړې ده.
د دغو سيمو د اوسېدونکو په وينا، وسله وال طالبان پر سړکونو ولاړ دي او ان فرعي کوڅې یې هم د ټرافيکو پر مخ تړلې دي.
د کابل ښار اوسېدونکي وايي، طالبان په پلټنو کې د خلکو حقونو ته درناوی نه کوي او د کورونو د پلټلو پر مهال له ښځینه پولیسې هم ورسره نشته.
طالبانو پرون هم د کابل ښار په مرکزي سیلو سیمه کې کور په کور تلاشي پېل کړې وه.
طالبانو تر اوسه د کابل ښار د پرونیو تلاشیو د پایلو او د نن ورځې د تلاشۍ د لاملونو په اړه څه نه دي ویلي.