په کندهار کې طالبان بې ګناه ځوانان زنداني کوي

په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د طالب قوماندانانو د نامشروع اړیکو او جنسي ځورونې پېښې زیاتې شوې چې ځینې دا قضیې په سویل لوېدیځه حوزه په تېره بیا کندهار کې ثبت شوې دي.

په دغه جرمونو کي د طالبانو لوړ پوړي قوماندانان ښکېل دي چې د هېواد په کچه په بېلابېلو پوځي او ملکي پوستونو کې کار کوي.

په دې لړ کې، ملا هبت الله ته نږدې قوماندان ملا حقبین دی چې په کندهار کي یې له ترهګرۍ سره د مبارزې د مدیر په توګه دنده ترسره کوله او له دوو ښځو سره د نامشروع جنسي اړیکو پر مهال د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

د حقبین نیول د کندهاري طالبانو ترمنځ اختلاف پیدا کړی ځکه هغه د هبت الله د قوم (نورزی) دی او ددغه قوم طالبان دا یوه دسیسه بولي.

علي احمد (مستعار نوم) وویل چې حقبین له هغو کسانو څخه دی چې د ملا هبت الله او کندهار والي یوسف وفا په امر یې په سپین بولدک ولسوالۍ کي د طالبانو له راتلو راهیسې د جنرال عبدالرازق د کورنۍ غړي او خپلوان شکنجه کول او وژل.

علي احمد وايي چې اوس د کندهار والي د ځینو نورو لوړپوړو پوځي طالب مسوولینو په مرسته هڅه کوي حقبین بې ګناه ثابت کړي.

نوموړی وايي: «طالبانو تر دې مهاله نژدي ۱۲۰ ځوانان چي زیات یې د جمهوري نظام ملکي او پوځي کارکوونکي وو له دغو دوه ښځو سره د اړیکو په تور نیولي او غواړي ثابته کړي چي مولوي حقبین د طالبانو د مخالفینو له لوري د سیاسي لومې ښکار شوی، په داسې حال کې چې نیول شوي کسان بې ګناه دي.»
د ملا حقبین له نیولو نژدې دوه میاشتې تېرېږي خو نوموړی تر دې مهاله د استخباراتو له لوري په یوه شخصی زندان کي ساتل کیږي ترڅو ثابت کړي چي هغه بې ګناه دي.

له بلې خوا، د کندهار یو بل اوسېدونکی چي نه غواړي نوم یې په ډاګه شي وايي چي طالبان پر عامو خلکو د شرعي اسلامي نظام د اصولو خلاف حد جاري کوي خو چي خپل کسان یې جرم وکړي هغوی بیا له سزا معاف او په یوه پلمه یې بې ګناه ښيي.

نوموړی وايي چې په کندهار کي د دغو ۱۲۰ تنو ځوانانو نیول هم ددې لپاره دي چې طالبان خپل کسان بې ګناه وښيي او پر دغو کسان حد جاري شي.
طالبان څه ډول بې ګناه ځوانان د نا مشروع اړیکو په پلمه نیسي؟

هغه غږیز او تصویري کلیپونه چي ۸صبح ترلاسه کړي ښکاري چي طالبان هغه کسان په نښه کوي چې له تېر دولت سره یې کار کړی او یا یې د کورنۍ غړو په جمهوري نظام کې لوړه دنده ترسره کړې.

له دې جملې یو هم د کندز د امنیه قوماندان جنرال فرید مشعل ورور محمد جان دی چي اوس مهال د کندهار په محبس کې بندي او د طالبانو محکمې عمري بند سزا اورولې ده.

محمد جان لومړی په کندهار کې بې دلیله ونیول شو خو وروسته نوموړی د نامشروع اړیکو او طالبانو خلاف د فعالیت په تور په عمري بند محکوم کړ.

همداراز له دغو ۱۲۰ ځوانانو څخه یو هم ډاکتر زړګی دی چې خپلوان یې وايي نوموړی مازدیګر مهال له خپل کتنځي څخه د طالبانو له خوا نیول شوی او ناڅرګند ځای ته یې بېولی له هغې وروسته یې له یوې ښځې د هغه ویډیو خپره کړې ده.

د هغه خپلوانه ګلالۍ (مستعار نوم) وايي: «ډاکتر زړګی څو کاله مخکې له بهرنیو ځواکونو سره د ترجمان په توګه دنده تر سره کوله چي وروسته یې د غاښونو په څانګه کي زده کړې وکړې او خپل کتنځي کې یې کار کاوه خو څو ورځې مخکې له خپل موټر او یوې اندازه پیسو سره بې درکه شو، وروسته روښانه شوه چې طالبانو بندي کړی دی.»

سرچینې وايي، دا یوازې ډاکتر زړګی نه دی بلکې دې ته ورته زیات شمېر ځوانان د کندهار په محبس کي بندیان دي چې هېڅ جرم نه لري.

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست په دې ولایت کې له سلو زیاتې طالب پلوه ښځې ګمارلې ترڅو له ځوانانو او د مخکیني دولت له کارکوونکو سره اړیکه ونیسي او په دې پلمه یې بندي کړي.

ورته لیکنې

Back to top button