تر لسو ورځو په کمه موده کې د نقدو ۴۰ میلیون ډالري مرستو درېیمه جوپه کابل ته ورسېده

۸صبح، کابل: د نړیوالې ټولنې د نقدي مرستو په دوام کې تېرو لسو ورځو کې د ۴۰ میلیون ډالري مرستو درېیمه جوپه کابل ته ورسېده او یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
د افغانستان بانک، چې د طالبانو تر مدیریت لاندې دی یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۴۰ میلیون نقدو ډالرو یوه جوپه سهشنبه د تلې پر نولسمه کابل ته رسېدلې ده.
د دغه بانک د اعلان له مخې نورې ۴۰ میلیون ډالري جوپې د روانې میاشتې پر ۱۱ او ۱۲ کابل ته رسېدلې وې.
دا له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو لږ تر لږه لسمه ۴۰ میلیون ډالري جوپه ده، چې کابل ته رسېږي.
له دې مخکې طالبانو څو ځله د ۳۲ میلیون ډالري نقدي مرستو له ترلاسه کولو خبر ورکړی و.
طالبانو د خپل حکومت له یوه کلن کېدو سره سممهاله اعلان کړی و، چې تر یو میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالرو زیاته بشردوستانه مرسته یې ترلاسه کړې ده.
طالبانو همداراز زیاته کړې، چې پر نقدي مرستو سربېره یې تېر یوه کال له بېلابېلو هېوادونو نورې بشردوستانه مرستې هم ترلاسه کړې ده.
طالبانو همداراز ویلي، چې له پاکستان، ایران، روسیې، چین، قطر، سعودي عربستان، ترکمنستان، ازبکستان، اندونیزیا، مالیزیا او یو شمېر نورو هېوادونو څخه یې هم مرستې ترلاسه کړې دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نقدي مرستو کره شمېر نشته او همداراز د دغو پیسو د لګولو موارد هم روښانه نه دي.