۸صبح، لوګر: سره له دې، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دوولسم ټولګیو نجونې زدهکوونکې له زدهکړو بې برخې شوې دي، د لوګر ولایت د پوهنې په ریاست کې طالب مسوولان له نجونو زدهکوونکو د کلنۍ ازموینې د اخیستو خبر ورکوي.
لوګر کې د طالبانو د پوهنې ریاست ویاند محمد شاهپور عرب وايي، چې د هلکانو زدهکوونکو له ازموینو وروسته د دوولسم ټولګیو له ټولو نجونو زدهکوونکو کلنۍ ازموینه اخیستل کېږي.
د عرب په وینا، دغه ازموینه به د طالبانو د پوهنې وزارت د رسمي هدایت له مخې د لیندۍ پر ۱۶ پر یوه ورځ د لوګر د ټولو ښوونځیو د دوولسم ټولګیو له زدهکوونکو واخیستل شي.
لوګر کې د طالبانو د پوهنې ریاست د ویاند د معلوماتو پربنسټ، د دې ازموینې لپاره د پوهنې وزارت له خوا ۱۴۰ پوښتنې چمتو شوې دي او ګډونوالې د دغې ازموینې د ورکولو لپاره درې ساعته وخت لري.
عرب د دوولسم ټولګیو له ټولو نجونو زدهکوونکو غوښتي، چې د دې ازموینې لپاره پوره چمتووالی ولري.
دا په داسې حال کې، چې له یوه نیم کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې تړلې دي.
تر اوسه روښانه نه ده، چې د دوولسم ټولګیو نجونو لپاره کلنۍ ازموینې یوازې په لوګر ولایت کې دي یا په نورو ولایتونو کې به هم واخیستل شي.