د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د خلکو په لګښت یو روغتون ګټې اخیستو ته وسپارل شو

۸صبح، غزنی: په غزني کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په مالستان ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه سمبال او معیاري روغتون جوړولو کار بشپړ شوی دی.

سرچینې وايي چې دا روغتون د جمعې په ورځ د لیندۍ په ۲۴مه پرانیستل او ګټې اخیستو ته وسپارل شو.

د سرچینو په وینا، ددغه روغتون پر جوړولو کابو سل میلیونه افغانۍ لګول شوې چې ټولې د خلکو او له هېواده بهر ددې ولسوالۍ د کډوالو له خوا ورکړل شوې دي.

سرچینې زیاتوي چې ددغه روغتون د جوړولو کار شپږ کاله مخکې پیل شوی و.

سرچینې همداراز ټینګار کوي چې دا روغتون ټول طبي او درملیز خدمات لري او څلرویشت ساعته فعال به فعالیت ولري.

د ویلو ده چې په اوسني وخت کې ددې ولایت په ناور ولسوالۍ کې د یوه بل روغتون د جوړولو کار هم روان دی چې د هغه د جوړولو لګښت هم د خلکو له خوا ورکړل شوی دی.

Back to top button