ننګرهار کې ناپېژانده وسله والو یو تن وواژه او کوچنی زوی یې ورمسموم کړ

۸صبح، ننګرهار: ننګرهار ولایت کې ځايي سرچینې وايي چې ددې ولایت لعل پوره ولسوالۍ اړوند (کرداوي) سیمه کې د (سیدشاه) په نوم یو ځوان لومړی د ناپېژانده وسله والو له لوري مسموم شوی او وروسته وژل شوی دی.

سرچینو نن جمعه د غوايي په ۸مه، وویل چې ناپېژانده وسله والو د پنجشنبې په ورځ د غوايي په ۷مه، لومړی د بې‌هوښۍ ستنې په لګولو، د سیدشاه په نوم یو ځوان او د هغه کوچنی زوی مسموم کړي او وروسته یې په ټوپک باندې وژلی دی.

مقتول د ژورنالیزم له پوهنځي فارغ او د ننګرهار ولایت په کچه نامتو والیبالر و.

ددې پېښې مسوولیت تر اوسه چا پرغاړه ندی اخیستی.

ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند (عبدالبصیر زابلی)، وایي چې د وژل شوي کس کوچنی زوی ژوندی دی او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی دی.

نوموړی وايي چې قاتلینو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

د مقتول کورنۍ هم وايي چې سید شاه له چا سره دښمني نه لرله.

وروستیو کې د هېواد په ډیری سیمو کې قتلونه او په مرموز ډول ترورونه زیات شوي چې د هېوادوالو اندېښنې یې راپارولي دي.

Back to top button