په نیمروز کې موسسو ته د طالبانو له خوا ویل شوي چې د کارکوونکو په ګمارلو کې له دوی حکم واخلي

۸صبح، نیمروز: طالبانو په نیمروز ولایت کې د فعالو موسسو پر کار تازه محدودیتونه لګولي دي.
په نیمروز کې د طالبانو د اقتصاد ریاست په یوه مکتوب کې چې یکشنبې د مرغومي په اتلسمه ددې ولایت ټولو فعالو موسسو ته لېږل شوی، حکم کړی چې د خپلو کارکوونکو په ګمارلو کې له طالبانو حکم واخلي.
په دې مکتوب کې چې یوه نسخه یې سه شنبې د مرغومي په شلمه ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلې، راغلي چې په نیمروز کې فعالې موسسې مکلفې دي چې د کارکوونکو د ګمارلو په بهیر کې د ولایت د مشرتابه احکام ترلاسه کړي.
د طالبانو په مکتوب کې په نیمروز کې موسسو ته خبرداری ورکړ شوی، دغه حکم ته د بې پامۍ په صورت کې به موسسې ځواب ویونکې وي.
طالبانو له دې مخکې هم په نیمروز کې د کورنیو او بهرنیو موسسو پر کار محدودیتونه لګولي دي.